د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د بادغيس ولايت د مرکز قلعه نو ښاروال محترم مولوي نظام الدين وثیق سره وکتل.
په پیل کې محترم مولوي نظام الدين وثیق د اقتصادي او اجتماعي وضعیت په ځانګړي ډول د بادغيس ولايت د مجاهدینو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د اشغال پر ضد د جهاد پر مهال د بادغيس ولايت د خلکو او مجاهدینو مېړانې او سرښندنو ته په پام اقتصادي ستونزې او د معیاري سړکونو نشتوالی د دې ولايت عمده ستونزې په توګه کړې.
د قلعه نو ښاروال د اسلامي امارت له مسوولينو وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې د موجوده ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، محترم مولوي نظام الدين وثیق ته د ښه راغلاست ترڅنګ د بادغيس ولايت د خلکو او مجاهدینو قرباني او سرښندنې وستايلې.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زياته کړه، افغانانو په ځانګړي ډول د بادغيس ولايت مجاهد ولس ته خدمت کول او د دوی د ستونزو حلول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او د اسلامي نظام مسوولين به د یادو ستونزو د حل په موخه خپلې ټولې هڅې وکړي.#