د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت له لوري په هیواد کې د صنعت د ودې او سوداګرو ملاتړ په موخه د مالي جرایمو معافیت، د صنعت او تجارت ملاتړ تر عنوان لاندې غونډه نن له غرمې مخکې د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې ترسره شوه.
د مالیې سرپرست وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري په پرانېستونکې وینا کې، د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا په موخه سوداګرو او خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کول لومړیتوب وباله وې ویل، د عالیقدر شیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده حفظه الله په لارښوونه سوداګریزو شرکتونو ته د پخوانیو مالي جرایمو معافیت د هغوی د هڅونې په موخه ترسره کېږي.
ورپسې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر د ملي بودجې په تشکیل کې د مالیاتو پر اهمیت خبرې وکړې وې ویل، د سوداګریزو شرکتونو درې کلنې او پنځه کلنې ارزونې او د جوازونو تمدید پروسې سوداګرو ته ستونزې زیاتې کړې دې او مالیې وزارت ته یې سپارښتنه وکړه چې د اساسي حل لپاره یې یو میکانېزم جوړ او اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.
همداراز د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په شفاف ډول د مالیاتو راټولولو او بېرته مصرفولو ډاډ ورکړ وې ویل، اسلامي امارت په یو بېساري اقدام کې پخوانۍ مالي جریمې د سوداګرۍ او صنعت د پیاوړتیا لپاره معاف کوي او له سوداګرو یې غوښته وکړه، چې پر وخت د مالیې تحویلولو په برخه کې د اسلامي نظام تقویت کې برخه واخلي.
په دې غونډه کې د هیواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کول د اسلامي امارت لومړیتوب یاد کړ وې ویل، اوس په هیواد کې سراسري امنیت تامین او ټول بندرونه د سوداګرو پرمخ پرانېستي دي.
نوموړي د نا امنیو یو شمېر پېښو ته په اشارې وویل، ټول نیول شوي کسان بهرنیان دي او په ګاونډیو هیوادونو یې غږ وکړ چې د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی.
ښاغلي متقي زیاته کړه: «په نړیوالو غږ کوو چې اوس افغانستان امن دی، سرحدونه یې خوندي دي، موږ له نړۍ سره مثبت تعامل غواړو. د دې وطن مزاج درک کړئ، د فشار اپشنونه کار نه ورکوي. اسلامي امارت خپل مسوولیتونه ترسره کوي، خو نړۍ هم باید خپل مسوولیت وپېژني.»
امیر خان متقي په ډیورنډ کرښه له پاکستان سره وروستیو شخړو ته په اشارې وویل، جنجال د هیچا په ګټه هم نه دی، موږ مرکزي اسیا ته لار درکړې، موږ ته به هم خپل حق راکوئ او له ډيپلوماتیکو لارو د ستونزو حل ته ژمن یوو.
همداراز، د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیس مفتي عبدالمتین سعید او د عوایدو لوی ریاست عملياتي مرستیال معراج محمد معراج په ګمرکونو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو، فساد له منځه وړو، د کاري پرسونل او کاري ساعتونو زیاتېدو او د مالي سیستم ښه والي لپاره د اخیستل شویو اقداماتو په تړاو معلومات شریک کړل.
ورپسې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مهمند د مالي جریمو معافیت په اړه د مالیې وزارت د دې بېساري اقدام ستاینه وکړه او د چارو لا ښه والي لپاره یې د یو ګډ کمېسیون جوړېدو وړاندیز وکړ.
د صنایعو خونې رئیس شېرباز کمین زاده هم د مالي جریمو معافیت ستاینې ترڅنګ دغه ګام د صنعت په وده کې مهم یاد کړ وې ویل، اوس شفافیت تامین شوی او د قاچاق مخه نیول شوې ده، چې له امله یې د هیواد صنعت د ځان بساینې پر لور روان دی.
د غونډې په پای کې د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ نور الحق انور د مالي جریمو معافیت د حکومت، ملت او سوداګرو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم عنصر یاد کړ او زیاته یې کړه، اسلامي امارت ولس ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په لټه کې دی.
دغه غونډه پخپل وخت مالیې وزارت ته د مالیې تحویلونکو یو شمېر شرکتونو او سوداګرو استازو ته د ستاینلیکونو په ورکولو او دعائیې لوستو سره پای ته ورسېده.#