شنبه, جنوري 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د جدې  شپږم پر افغانستان د شوروي  یرغل  د ۴۳ مې کلېزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د جدې  شپږم پر افغانستان د شوروي  یرغل  د ۴۳ مې کلېزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
0
SHARES
3
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

له نن څخه ۴۳ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ هـ ش کال د جدې په شپږم تاریخ د وخت شوروي اتحاد د افغانستان پر پاک حریم تجاوزاو یرغل وکړ او خپل زرګونه  اشغالګر پوځونه يې زموږ خاورې ته را دننه کړل.

د لس کلن اشغال او خورا سترو ظلمونو په نتیجه کې يې زموږ هېواد له هرې خوا زیانمن کړ، میلیونونه افغانان يې له هېواد څخه هجرت ته مجبور، شهیدان او معیوب کړل؛ خو لله الحمد په وړاندې يې زموږ غیور او مسلمان ملت په میړانه سره  جهاد وکړ،  چې په نتیجه کې يې وروسته له لسو کلونو څخه شوروي سرو لښکرو په افغانستان کې ستره ماتې وخوړه او زموږ مظلوم ولس يې له شر او اشغال څخه خلاص شو.

د تاریخ دغه ستره پيښه له یوې خوا دا پيغام لري چې باید د نړۍ هيڅ مغرور ځواک د افغانستان مسلمان او غیور ولس په ایمان، ننګ او پخه اراده باندې شک ونه لري.

همدا ډول ثابتوي چې زموږ ولس که هرڅومره  مظلوم او بیچاره واقع شي، خو د خپل رب جل جلاله د حکم (جهاد) په عملي کولو او د خپل هیواد د استقلال  او آزادۍ په ګټلو او ساتلو کې  روڼ تاریخ لري چې په نیږدې يوه پيړۍ کې د انګریزانو، شورویانو او امریکایانو اشغال او بیا د هغوی مفتضحانه ماتې دا ستر حقیقت روښانه کوي. 

اسلامي امارت په داسې حال کې  چې  زموږ په حریم باندې د پخواني شوروي اتحاد یرغل یوځل بیا غندي، پر ولس غږ کوي چې د خپلې خاورې د ازادۍ او استقلال د ساتنې لپاره تل چمتو واوسي او هیچاته اجازه ورنکړي چې زموږ د هیواد، ارزښتونو او ملت پر وړاندې شومې دسیسې او ناسمې ارادې عملي کړي.

اسلامي امارت ژمن دی، چې شپه او ورځ  به د خپل هیواد، دیني ارزښتونو اومسلمان ملت   د دفاع او تحفظ لپاره خدمت  او هڅو ته دوام ورکوي.

Previous Post

د ملي پراختیا شرکت له تاسیساتو څخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال لیدنه

Next Post

له اوزبیکستان سره په پوله د ګډ بازار د لومړنۍ برخې پرانیسته

Next Post
بهره برداری بخش نخست مرکز تجارتی بین‌المللی ترمز در مرز افغانستان و اوزبیکستان

له اوزبیکستان سره په پوله د ګډ بازار د لومړنۍ برخې پرانیسته

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.