شنبه, جنوري 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د بلخ په ولایت کې د برېښنایي قبالو د وېش بهیر پیل شو

افتتاح روند توزیع قباله الکترونیکی در ولایت بلخ
0
SHARES
0
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د بلخ والي ملا محمد داوود مزمل، دکرنې وزارت د یوشمېر رییسانو او د بلخ ولایت د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې په دې ولایت کې د برېښنایي قبالو د وېش بهیر رسماً افتتاح شو.

په دې اړه غونډه کې دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري د هغو ستونزو په هکله چې پخوا د شرعي قبالو د نشتون له وجې شتون درلود خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د برېښنایي قبالو د وېش پیل د افغانستان اسلامي امارت او خکلو ته لویه لاسته راوړنه ده، او د حکومت له مسوولیتونو څخه یو هم د بایع او مشتري ترمنځ د (پېر او پلور) په برخه کې د ملکیت یو شرعي او د اعتبار وړ سند لرلو زمینه برابرول دي.»

په همدې حال کې د بلخ ولایت والي ملا محمد داوود مزمل د بلخ ولایت اوسیدنکو لپاره د برېښنایي قبالو د وېش په موخه دکرنې وزارت د هلو ځلو ستاینه او قدرداني وکړه او د بلخ ولایت اوسیدونکو لپاره یې د یاد لړۍ د پرانیستي مبارکي وویل او دا چاره یې د افغانستان ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د دې ولایت اوسیدونکو لپاره لویه لاسته راوړنه وبلل.

په ورته وخت کې د نویو اسکانو او استملاک لوی رییس مولوی عبدالعلي عمري، د هغو پړاوونو په هکله چې تر دې مخکې د قبالې د اخیستلو په پار اړین و خبرې وکړې ویې ویل: «د شرعي قبالو د اجراء، ثبت او صدور چارې مخکې د محاکمو اساسي دندې وې، چې ځمکې سره ددې لړۍ د اړیکي او د ځمکې او جایدادونو د پیوستون او د ځمکې ادارې او سترې محکمې ترمنځ د پروټوکول پر اساس په لومړی پړاو کې په څو ولایتونو کې محدود دکرنې و زارت ته وسپارل شو، چې د یو ځانګړې کړن لارې پر اساس پرمخ وړل کېږي.»

د نویو اسکانو او استملاک لوی رییس زیاته کړه: د قبالو ثبت او وېش له یوې خوا د خلکو د ستونزو د هوارولو او له بلې خوا د خلکو ترمنځ د ټولنیزو شخړو او حقوقي دعوی له منځه وړلو کې فوق العاده اغېزه لري او دغه راز دولت ته د عوایدو غوره سرچینه هم ده.

په دې غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د بلخ ولایت والي ملا محمد داوود مزمل، د نویو اسکانو او استملاک لوی رییس عبدالعلي عمري، د بلخ ولایت دکرنې رییس مولوی شمس الدین خالد، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مولوی مصباح الدین مستعین، د استملاکي پروژو د چارو د همغږۍ رییس شاه جهان جلات، د کډسټر رییس مولوی سید عبدالواحد هارون، د قبالو د ثبت او صدور د اجراء رییس مولوی حمیم صادقي، د غلو دانو او صنعتي بوټو رییس محمد اکبر وزیري، د تصفیې ریاست چارسمبال عبدالرب صمدي او دکرنې د پراختیا سلاکار میرویس خوګیانی ګډون درلود.

باید وویل شي، چې تر دې مخکې دکابل په ولایت کې د قبالو د وېش بهیر پیل شوی و،  او تر کابل وروسته د بلخ په ولایت کې هم دا لړۍ پیل شو او ټاکل شوې، چې د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو لکه هرات، ننګرهار، کندهار او یوشمېر نورو کې هم پیل شي.

Previous Post

د قرغې بند به په یوه غوره تفریحي او زرغونه سیمه بدل شي

Next Post

د هېواد په ځان بساینه کې د پانګوالو او صنعتکارانو رول مهم دی

Next Post
دیدار رئیس عمومی دفتر ریاست الوزرا با رئیس و اعضای اتاق تجارت و صنایع زنان افغانستان

د هېواد په ځان بساینه کې د پانګوالو او صنعتکارانو رول مهم دی

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.