د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د قرغې بند په لوړو غونډیو چې، څه موده وړاندې د اوبو د یوې زیرمې او د ونو د خړوب په سیسټم کار پیل شوی وو، لاهم روان دی.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس وايي چې، د یادې سیمې د پراختیا لپاره په وروستیو کې د ۲.۵ میلیون لیټره اوبه ځایوونکې زیرمه جوړه شوې ده.
د اوبو دا زیرمه د قرغې بند په یوه لوړه غونډۍ جوړه شوې ده، چې د واټر پمپ په وسیله يې اوبه پورته کيږي او وروسته په معیاري توګه ورڅيرمه سیمې خړوب کوي.
د زرغونتیا ریاست د رئیس په وینا دوی پلان لري چې، د نیالګیو کینولو په موسم کې لسګونه زره میوه لرونکې او غیر میوه لرونکې ونې کینوي او د دې زیرمې له لارې یې خړوب کړي.
کابل ښاروالي پلان لري، څو د قرغې بند سیمه په یوه لویه تفریحي او زرغونه سیمه بدله کړي، په همدې موخه به په راتلونکې کې څو څاګانې نورې هم وکیندل شي.