شنبه, جنوري 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د هېواد په ځان بساینه کې د پانګوالو او صنعتکارانو رول مهم دی

دیدار رئیس عمومی دفتر ریاست الوزرا با رئیس و اعضای اتاق تجارت و صنایع زنان افغانستان
0
SHARES
3
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور د پانګونې او سوداګرۍ د اتاق له مدیره پلاوي او ځینو سوداګرو او صنعتکارانو سره په خپل دفتر کې ولیدل.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رئیس شیرباز کمین زاده په هېواد کې د سوداګرو او صنعتکارانو د پانګونې لپاره د خوندي چاپېریال په اړه خوښي څرګنده کړه او د سوداګرو او صنعتکارانو په استازیتوب یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ خونې د اداري پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس مهمند او یو شمېر سوداګرو خپل نظرونه او ځینې ستونزې د چارو ادارې له مشرتابه سره شریکې کړې او د دوی د ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

شیخ الحدیث نورالحق انور په خپلو خبرو کې د هېواد د ځان بساینې لپاره د پانګوالو او صنعتکارانو رول مهم وګاڼه او ویې ویل چې د افغانستان دښمنان نه غواړي چې دا هېواد پرمختګ وکړي او له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت د ملي او نړیوالو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د پانګونې د زمینې برابرولو ظرفیت او وړتیا لري.

په وینا يي، د افغانستان اسلامي امارت دروازه د ټولو خلکو پر مخ په مساوي ډول خلاصه ده او رهبري د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو د هغو پانګونو ملاتړ کوي چې د هېوادوالو ګټې په پام کې ونیسي.

نوموړي سوداګرو او پانګوالو ته هم ډاډ ورکړ، چې د دوی د ستونزو د حل په موخه به له وزارتونو سره لازمې هڅې وکړي. دغه غونډه چې د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.

Previous Post

د بلخ په ولایت کې د برېښنایي قبالو د وېش بهیر پیل شو

Next Post

اسلامي امارت له رسنیو ملاتړ کوي

Next Post
Islamic Emirate Supports Afghanistan’s Media

اسلامي امارت له رسنیو ملاتړ کوي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.