د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي وايي، د رسنیو ستونزې به هواري کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي وايي: اسلامي امارت په تمامه مانا باندې، په ځانګړې توګه اطلاعاتو فرهنګ وزارت د رسنیو حامي دی، هڅه او کوښښ مو دا دی چې د رسنیو لاسنیوی وشي.
د فراهي په خبره، د بهرنیو خبریالانو وضعیت افغانستان کې ښه شوی او په تېر کال کې ۷ سوه خبریالانو له افغانستانه لیدنه کړې ده.
ورته مهال د رسنیو ملاتړي بنسټونه له اسلامي امارت او نړۍ غواړي، چې د رسنیو ستونزو ته لا ډېره پاملرنه وکړي.