د افغانستان برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ فني او تخنیکي کارکوونکي له جدي او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو وروسته و توانېدل، د ۸ ورځني کاري پلان سره سم د شبرغان – مزارشریف ۲۲۰ کیلوولټ مزي د ترمیم او (OPGW) مزي د نښلولو چارې بشپړې کړي.
د نوموړي مزي د اړوندو چارو په بشپړېدو سره بلخ او سمنګان ولایتونو ته د ترکمنستان برېښنا نورماله او دوامداره ډول تنظیم شوه.
د یادونې ده چې د افغانستان برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ فني او تخنیکي کارکوونکو د تېرو اتو ورځو په لړ کې، د شبرغان – مزارشریف ۲۲۰ کیلوولټ مزي د هغو ځایونو عارضې رفع او ترمیم کړي، چې د تېرو جګړو پرمهال د مرمۍ لګېدو له امله زیانمن شوي وه.