په پاکستان کې د افغانستان سفارت شارژدافیر وايي، په اسلام اباد کې یې د ۲۷ هېوادونو له سیاسي دفترونو سره رسمي اړیکې جوړې کړې دي.
سردار احمد شکېب په پاکستان کې د افغانستان سفارت شارژدافیر وايي چې د خپل کار له پیله تر اوسه یې د نړۍ د هېوادونو له استازو سره د اړیکو د ښه والي په موخه له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې ناستې کړې دي.
بل خوا، یو شمېر شنونکي او پخواني ډيپلوماټان په پاکستان کې د افغانستان د سفارت او سیاسي استازولیو رول له نړۍوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د اړیکو په ټينګښت کې اغېزناک ګڼي.
پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج وویل: پاکستان کولای شي چې د افغانستان لپاره د نړۍ په کچه لابي هم ولري چې افغانستان په رسمیت وپېژني او یا نړۍ له افغانستان سره مرسته وکړي او یا اړیکې ولري او د هغه په برعکس کې هم ونډه یا اغېزه لري.