د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د روسیې له هغه وړاندیز هرکلی کړی، چې ویلي یې دي افغانستان او پاکستان ته ګاز صادروي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبتو اقتصادي اړیکو ته پوره ژمن دی او د سیمه ییز اتصال لپاره یې زمینه هم برابره کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: اسلامي امارت د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الکساندر نوواک له څرګندونو هرکلی کوي، چې ویلي یې دي روسیه غواړي خپل طبیعي ګاز افغانستان او پاکستان ته صادر کړي.
په اعلامیه کې همداراز په ډاګه شوې، چې اسلامي امارت افغانستان او جنوبي آسیا ته د روسیې د ګازو صادرول د سیمې د هېوادونو په ګټه ګڼي.
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو په وار وار هیله څرګنده کړې، چې هېواد به یې په سیمه کې پر یوه لوی اقتصادي او ترانزیتي مرکز بدل شي.
کارپوهان هم پدې باور دي، چې دا ډول پروژې به په افغانستان کې د پانګونې باور ډېر کړي.