د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت ویلي؛ د داخلي بې ځایه شویو خلکو په شمېر کې د تېر کال په پرتله کموالی راغلی دی.
د دغه وزارت مرستیال څرګنده کړې؛ دا مهال د نغدي مرستو ترڅنګ خپلو اصلي سیموته د مهاجرینو د لېږد بهیر روان دی.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټی وايي، چې د تېرو جګړو له کبله خلک له خپلو سیمو او کورنو څخه بې ځایه شوي دي او اوس، چې په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې؛ یو شمېر بیځایه شوې کورنۍ خپلو سیمو ته تللي دي او د پاتې کورنیو د لېږدولو هڅې روانې دي.
ورته مهال په پاکستان، ایران او ترکیه کې هم سلګونه زره افغان مهاجر اوسیږي. په دې هېوادونو کې افغان مهاجرین له ننګونو او ناوړه چلند سره مخ دي. اسلامي امارت په وار وار د افغان مهاجرینو له کوربه هېوادونو غوښتي، چې له کډوالو سره انساني چلند وکړي.