د سټنډرډ ملي ادارې له لوري په نیمروز ولایت کې 26 ټانکره بې کیفیته ډيزل تیل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران هېواد ته مسترد شول.
په نیمروز کې د سټنډرډ ملي ادارې د کیفیت د لابراټواري ټیسټ وروسته 26 ټانکره تیل چې د دې ادارې د سټنډرډونو خلاف وو او پایله یې منفي وه، له مستردۍ وروسته ایران هېواد ته وګرځول شول.
په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تیلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي او له ټولو سوداګرو غوښتي تر څو هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې څخه مخکې ستڼډرډ ملي ادارې په کراتو بې کیفیته تیل د هېواد په بنادرو کې مسترد کړي دي.