شنبه, جنوري 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل ښار د ریشخورو شوری له رهبري پلاوي سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل ښار د ریشخورو شوری له رهبري پلاوي سره ولیدل
0
SHARES
1
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د کابل ښار د ریشخورو سیمې د شوری له رهبري پلاوي سره په داسې حال کې ولیدل چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال ښاغلي عبدالسلام مخدوم هم حضور درلود.

په دې لیدنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه په پیل کې د ریشخورو شورا مشر مولوي عبدالعزیز د نورو په استازيتوب خبرې وکړې وې ویل، د خدای شکر دی چې د اسلامي امارت په راتګ سره خپل چارواکي لیدلی او خپل غږ ور رسولی شو.

نوموړي د ریشخورو سیمې ځینې ستونزې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې وې ويل، اوس په ریشخورو کې نفوس ډېر شوی اما د نفوس په پرتله په دغه سيمه کې روغتيايي او ټولنیز خدمات کم دي.

مولوي عبدالعزیز دېته په اشارې چې تېر حکومت په دې سیمه کې د سړکونو په څېر ډېرې پروژې نیمګړې پریښي، د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال څخه د ذکر شويو نیمګړو پروژو د بشپړولو او روغتیايي کلینیکونو د جوړولو ترڅنګ دېته ورته د نورو ستونزو د حل غوښته هم وکړه.

په پای کې ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ريشخورو رهبري پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ دوی ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې له اړوندو ارګانونو سره شریکې او د حل لپاره به یې اړين ګامونه واخيستل شي.

Previous Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بار وړونکو موټرو د اتحادیې له یو شمېر غړو سره ولیدل

Next Post

د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

Next Post
Islamic Emirate Spokesman’s Statement on Relations Between Afghanistan and Pakistan

د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.