شنبه, جنوري 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د عامې روغتیا وزارت سرپرست او مسوولینو سره وکتل

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د عامې روغتیا وزارت سرپرست او مسوولینو سره وکتل
0
SHARES
4
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د عامې روغتیا وزارت سرپرست محترم ډاکتر قلندر عباد او د دې وزارت له یو شمېر مسوولینو سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، لومړی محترم ډاکتر قلندر عباد د هیواد د عمومي روغتیایي وضعیت، په دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو لپاره د عامې روغتیا وزارت طرحې، د روغتیا په برخه کې د عمومي او خصوصي سکتور د مشارکت طرحې، په دولتي روغتونونو کې د دندو ترسره کولو لپاره د متخصصو ډاکترانو هڅولو او د روغتونونو اړتیا وړ اجناسو برابرولو په موخه د تدارکاتي بهیر ساده کولو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته مفصل معلومات وړاندې کړل. 

نوموړي د اسلامي امارت رهبرۍ څخه وغوښتل چې په هیواد کې د عامې روغتیا موضوع اهمیت ته په کتو د دې وزارت طرحو او وړاندیزونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د عامې روغتیا وزارت مسوولینو سره په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د دې وزارت د تخصصي او مسلکي برخو د فعالیتونو او کړنو قدراني وکړه.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال روغتیایي سکتور د هیواد تر ټولو مهمه برخه وبلله زیاته یې کړه، د اسلامي امارت رهبري او مسوولین د عامې روغتیا برخې ته ځانګړې پاملرنه لري او په روغتیایي سکتور په ځانګړي ډول دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو ترسره کول ډېر اړین دي.

نوموړي د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ته په خطاب کې وویل، اصلاحات باید له یوه روغتون څخه پیل او په تدریج پراخ شي.

د رئیس الوزرا اداري مرستیال په دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو په ترسره کولو د ټینګار ترڅنګ وویل، هغه روغتیایي پروژې چې چارې یې له ۸۰ تر ۹۰ سلنې بشپړې شوې دي او ټولنه ورته ډېره اړتیا لري د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۲ مالي کال په انکشافي بودجه کې به په پام کې ونیول شي.

Previous Post

عالیقدر امیر المؤمنین د یو شمېر ولایتونو د علماوو شوری له علماوو سره مشورتي غونډه وکړه

Next Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بار وړونکو موټرو د اتحادیې له یو شمېر غړو سره ولیدل

Next Post
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بار وړونکو موټرو د اتحادیې له یو شمېر غړو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بار وړونکو موټرو د اتحادیې له یو شمېر غړو سره ولیدل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.