سه شنبه, جنوري 31, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د کابینې ۱۹مه غونډه؛ ټولو ادارو کې به له کورنيو تولیداتو او محصولاتو ګټه اخیستل کېږي

دیدار رئیس عمومی دفتر ریاست الوزرا با رئیس و اعضای اتاق تجارت و صنایع زنان افغانستان
0
SHARES
16
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د کابینې په ۱۹مه غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وړاندیزونه تایید شول، چې پر اساس به يي په ټولو امارتي ادارو کې تر ممکنه بریده له کورنیو تولیداتو او محصولاتو ګټه اخیستل پیل شي.

د کابینې دا ناسته د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د جمادی‌الثانی په ۹مه چې د مرغومي له ۱۲مې سره سمون خوري دایر شوه، د قرآن عظیم الشان له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.

دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د کورني تولید او محصول د کارونې او مصرف اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه هم په عامه پوهاوي کې برخه واخلي، ضمناً باید د صنعت او سوداګرۍ وزارت د فابریکو څښتنان با کیفیته او د باور وړ تولید لپاره وهڅوي.

د کابینې په دې غونډه کې د ټولګټو وزارت د مرستیال په مشرۍ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال، د لويې څارنوالۍ د معاون او تخنیکي اشخاصو په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د سالنګ لويې لارې تونل له نږدې وګوري او د تګ را تګ د ستونزو په تړاو دي طرحه د کابینې ناسته کې شریکه کړي.

همدارنګه یاد پلاوي ته دا دنده هم وسپارل شوه، چې شمال ته د سالنګ لويې لارې تر څنګ د بدیلي ترانزیټي لارې اړوند غور وکړي، چې څنګه، په څومره وخت او څومره امکاناتو کې برابرېدلی شي او بشپړ راپور دي کابینې ته وړاندې کړي.

په دې ناسته کې د سړو خونو د بیا رغونې او فعالیت په تړاو د اقتصاد وزارت وړاندیزونه هم تایید او پرېکړه وشوه، چې یاد وزارت، صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونه او اړونده ارګانونه يي باید په تړاو اړیني کړنې ترسره کړي.

د کابینې دا ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.

Previous Post

د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

Next Post

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د کابل او تخار ولایتونو یو شمېر شخصیتونو او سپین ږیرو سره وکتل

Next Post
دیدار معاون اداری ریاست الوزراء با تعدادی از شخصیت ها و محاسن سفیدان ولایات کابل و تخار

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د کابل او تخار ولایتونو یو شمېر شخصیتونو او سپین ږیرو سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.