سه شنبه, جنوري 31, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د اسلامي نظام ټينګښت د شهیدانو د وینو او د مجاهدینو د سرښندنو پایله ده

استقرار نظام اسلامی نتیجه خون شهداء و فداکاری مجاهدین است
0
SHARES
5
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت یو شمېر مجاهدینو سره په کتنه کې وویل، د اسلامي نظام ټينګښت د شهیدانو د وینو او د مجاهدینو د سرښندنو پایله ده.

په دې کتنه کې یارمحمد نانوای

د فاریاب ولایت له سابقه لرونکو مجاهدینو څخه د نورو په استازولۍ د خبرو پرمهال وویل، د خوښۍ ځای دی چې د مجاهدینو وینې او سرښندنې پایلې ته ورسېدې او د اشغال له پایته رسېدو سره په هیواد کې اسلامي نظام ټينګ شو.

هغه زیاته کړه، هغوی په هرحال کې د اسلامي امارت ملاتړي دي  او تل به د نظام د رهبرۍ د اوامرو اجراکوونکي وي.

یار محمد نانوای د اسلامي امارت له مسوولینو څخه وغوښتل د مجاهدینو  سرښندنو او کوښښونو ته په پام د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوی عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت مجاهدینو سره پر کتنه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، د اسلامي نظام دوباره ټينګښت او په هیواد کې د امنیت تامین د زرګونو شهیدلنو د وینو او د ملت د سرښندنو پایله ده او باید چې درناوی یې وشي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه،  که څه هم د شهیدانو د وینو او د ملت د قربانیو جبران  ممکن نه دی، اما د اسلامي امارت مسوولین کوښښ کوي چې د خلکو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د مجاهدینو ستونزې تشخیص او حل کړي.

Previous Post

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د کابل او تخار ولایتونو یو شمېر شخصیتونو او سپین ږیرو سره وکتل

Next Post

د جمعیت الانهار خیریه موسسې رئيس سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post
دیدار معاون اداری ریاست الوزراء با رئیس مؤسسۀ خیریه جمعیت الانهار

د جمعیت الانهار خیریه موسسې رئيس سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.