شنبه, جنوري 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه
0
SHARES
1
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د غونډې له اجنډا سره سم پر یو لړ موضوعاتو بحث وشو چې له جملې یې په لغمان ولایت کې د شاهي کانال د جوړېدو موضوع وه.

په دې اړه پرېکړه وشوه چې د زمینداور پروژې ته ټاکل شوې کمېټه دې، په دې تفکیک سره چې مشري به یې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا کیږي، د لغمان شاهي کانال په اړه تخنیکي او مالي څېړنه وکړي او خپل راپور دې له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.

ور پسې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو په شمول، د افغانستان په هر بندر کې دې د خوړو، درملو او نورو توکو د معاینې په موخه واحد کمپلکس جوړ شي او هره اړونده اداره دې په نوموړو کمپلکسونو کې خپل لابراتوارونه فعال کړي.

د یادو کمپلکسونو د ودانیزو چارو د ترسره کولو او د معاینو د اجراء کولو عملیاتي چارې دې خصوصي شرکتونو ته په عامه-خصوصي اوږدمهاله قراردادونو ورکړل شي. د یادې چارې تر بشپړېدو دې د خوړو او درملو د معاینې چارې د خوړو او درملو ادارې له خوا د پخوا په شان پر مخ ځي.

د خوړو او درملو اداره دې په ښارونو کې د خوړو او درملو د معاینې په موخه د خوړو ۸ او د درملو ۴ لابراتوارونو قراردادونه خصوصي شرکتونو ته د داوطلبۍ له پاره وړاندې کړي. د غونډې په بله برخه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لابراتوارونه دې په بنادرو کې د جوړېدونکو کمپلکسونو په جوړښت کې په نظر کې ونیول شي. دغه راز دې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نباتاتو د قرنطین او روغتیا ساتنې کمېټې پر پرېکړو غور وکړي او خپل نظریات دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

ورپسې د هېواد د طبیعي منابعو څخه په ګټې اخیستنې سره د اساسي درملو د تولید د پراختیا طرحې په اړه خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د ابن سینا د درملو دولتي شرکت دې خپله طرحه له مالیې وزارت سره شریکه کړي. مالیې وزارت دې د یاد شرکت طرحه له دولتي بانکونو سره شریکه او د اسلامي بانکدارۍ د اصولو په رڼا کې دې د یوه بانک مالي ملاتړ ترلاسه کړي. همدارنګه په غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري له چیني شرکت سره په جوزجان ولایت کې د ۳۰۰ مېګا واټه ګازي برېښنا فابریکې جوړولو او له ترکي شرکت سره د سروبي ۲ برېښنا بند د جوړولو هوکړه لیکونو په تړاو بحث وشو. له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې له یادو شرکتونو سره د هوکړه لیکونو موضوع تائید ده. د کانونو او پټرولیم وزارت دې په جوزجان ولایت کې د چیني شرکت د پروژې اړوند د ګازو د ذخایرو د کفایت په اړه اطمینان حاصل کړي.

د یادو چارو تر بشپړېدو وروسته دې د اوبو او انرژۍ وزارت د یادو شرکتونو قراردادونه د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. ورپسې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ هیئت ته دنده وسپارل شوه چې د بوستان سبز له فابریکې څخه له نژدې لیدنه وکړي او خپل راپور دې له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي. د غونډې په پای کې د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ د جوړېدو پر موضوع بحث وشو. پرېکړه وشوه چې د افغانستان د ملي اقتصادي مشورتي بورډ د اېجاد موضوع تایید ده.

د یاد بورډ د رامنځته کولو طرحه دې له وزارتونو او اړوندو ادارو سره شریکه او دوی دې د طرحې په اړه خپل نظرونه د اقتصادي کمېسیون دارالانشاء ته وسپاري.

Previous Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال سره ولیدل

Next Post

پاک – افغان چارواکو د افغان ترانس پر تخنیکي مطالعې خبرې وکړې

Next Post
IEA and Pakistan Railway Officials Discuss Bilateral Cooperation

پاک – افغان چارواکو د افغان ترانس پر تخنیکي مطالعې خبرې وکړې

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.