چهارشنبه, فبروري 1, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال سره ولیدل

دیدار معاون سیاسی ریاست الوزراء با معاون نمایندۀ خاص ملل متحد برای افغانستان
0
SHARES
6
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې له مرستیال ښاغلي مارکوز پوتزل سره ولیدل.

ښاغلي مارکوز پوتزل وویل چې په افغانستان کې  د یوناما ماموریت او افغانانو ته د ملګرو ملتونو بشري مرستې دوام لري.

هغه وویل یوناما د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تر منځ د پل حیثیت لري او هڅه کوي چې د دواړو تر منځ واټن پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه د افغانانو دین او کلتور ته درناوی لري، خو د ښځو د زده کړو او کار په اړه په اوسني وضعیت قانع نه دي او د امارت وروستي فرمانونه به د نړیوالې ټولنې پر کار او مرستو منفي اغېز وکړي.

هغه وویل چې د افغانستان اسلامي امارت باید د ښځو د زده کړو او کار او په دې هېواد کې د ټولشموله حکومت په اړه د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني .

په دې ناسته کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوی عبدالکبیر د ملګرو ملتونو له بشري مرستو مننه وکړه او د دې مرستو دوام یې وغوښت.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي او  ملګري ملتونه باید په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته  وسپاري.

نوموړي وویل اسلامي امارت د ملګرو ملتونو نقش ته د قدر په سترګه ګوري هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت له نړۍ سره نیک تعامل غواړي او یوناما دې ورسره په دې اړه همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه چې دافغانستان  اسلامي امارت  ټولګډونه حکومت ته ژمن دی، په اوسني حکومت کې د  هر قوم  او  هرولایت  خلک شته او لاهم هڅه کېږي چې  د هرقوم او سیمې متخصص او هیواد ته ژمن خلک په  حکومت کې ځای شي.

نوموړي وویل، اسلامي امارت  دیني او عصري زده کړه د هر افغان حق بولي  او د افغانانو د مذهب او فرهنګ په رڼا کې  دښځو دزده کړو او کار لپاره  دمناسب  چاپېریال په رامنځته کولو بوخت دی او پدې اړه  دنړیوالو  بې غرضه مرستې  هم غواړي .

هغه وویل، دافغانستان  اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره دنورو پرضد وکاروي او پدې اړه موجودې بې بنسټه دعوې ردوي. 

نوموړي زیاته کړه چې دافغانستان اسلامي امارت نه  د چا په کورنیو چارو کې لاس وهي اونه بل چاته د دې کار اجازه ورکوي.

Previous Post

د جمعیت الانهار خیریه موسسې رئيس سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

Next Post
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.