شنبه, جنوري 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

کانونو او پترولېم وزارت له CPEIC چینایي شرکت سره، د آمو سیند حوزې د نفتو استخراج قرارداد لاسلیک کړ

قرارداد استخراج نفت حوزه دریای آمو میان وزارت معادن و پترولیم و شرکت چینایی CPEIC به امضا رسید
0
SHARES
15
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د تېلو د استخراج دغه قرارداد، د پنجشنبې په ورځ (۱۵ مرغومی) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د رئیس الوزراء د اقتصادي مرستیال، محترم الحاج ملا عبدالغني برادر آخوند او په کابل کې د چین سفیر، وانګ یو په حضور کې د کانونو او پترولیم وزارت او CPEIC چینایي شرکت ترمنځ، لاسلیک شو.

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست، محترم شېخ شهاب الدین دلاور وویل: د امیر المؤمنین حفظه الله د امر او د رئیس الوزراء او د رئیس الوزراء د اقتصادي معاونیت په لارښوونه؛ نن له چینایي شرکت سره د تېلو د استخراج قرارداد لاسلیکوو.

د کانونو او پترولېم وزارت د سرپرست په وینا، د تېلو د استخراج او اکتشاف ساحې ټولیز مساحت ۴۵۰۰ کیلومتر مربع دی چې د سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو د قشقري، زمردسای، بازارکمی، آق دریا او انګوت سیمې پکې شاملې دي. د معلوماتو پر بنسټ په ۵ اکتشافي سیمو کې د تېلو کچه ۸۷ میلیون بېلره اټکل شوې، چې د نورو ساحو په اکتشاف سره به د قشقري د نفت او ګازو پروژې ورځنی تولید له ۲۰۰ ټنه څخه، ۱۰۰۰ ټنه ته لوړ شي.

د کانونو او پترولېم وزارت سرپرست زیاتوي، چې د یاد قرارداد پر بنسټ؛ د تېلو او نفتي توکو پروسس به په افغانستان کې تر سره کېږي او د قرارداد د مفادو له مخې په اول کال کې قراردادي شرکت ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي چې په ۳ کلونو کې به دغه اندازه ۵۴۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي او د پروژې په پلي کېدو سره به ۳۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د یاد قرارداد د لاسلیک مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، محترم الحاج ملا عبدالغني برادر هم وینا وکړه وې ویل: په وروستي کال کې په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه شوي او د افغانستان د اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې لپاره دوامدارې هڅې روانې دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې استخراجي چارې د نړیوالو معیارونو سره سمې پر مخ یوسي او د سیمې خلکو ته عام المنفعه خدمتونه برابر کړي. دغه راز د کانونو او پترولېم وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د قرارداد له تطبیق څخه هر اړخیزه څارنه وکړي او د کومې ستونزې رامنځته کېدو وخت کې موضوع له اقتصادي کمېسیون سره شریکه کړي.

په کابل کې د چین سفیر، وانګ یو، د قرارداد په لاسلیک سره خوښي وښوده؛ وې ویل، چې دغه قرارداد د افغانستان د اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې لپاره ډېر مهم دی. همداراز نوموړي زیاته کړه چې د یاد قرارداد لاسلیکېدل د دواړو هېوادونو د ښې همکارۍ څرګندویي کوي او له دواړو لوریو یې وغوښتل چې په ښې همغږۍ سره د قرارداد د موثر تحقق زمینه برابره کړي.

Previous Post

پاک – افغان چارواکو د افغان ترانس پر تخنیکي مطالعې خبرې وکړې

Next Post

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون غونډه وشوه

Next Post
جلسه کمیسیون سیاسی امارت اسلامی افغانستان تدویر یافت

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون غونډه وشوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.