د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل او تخار ولایتونو یو شمېر شخصیتونو او سپین ږیرو سره وکتل.
په پیل کې هر یو محترم استاد رحیم بېک او صدیق چکري د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او په هیواد کې د حکومتولۍ په اړه خبرې وکړې او د اسلامي نظام ټینګښت یې الهي نصرت او د هیواد د خلکو او مجاهدینو د قربانیو او زیار پایله وبلله او د هغه ستاینه یې وکړه.
هغوی د اسلامي امارت مسوولینو څخه وغوښتل چې په هیواد کې ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او همداراز د اسلامي نظام او خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل او تخار ولایتونو د شخصیتونو او مشرانو د هرکلي ترڅنګ وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اوسمهال په هیچا هېڅ ډول محدودیت نشته او د ټولنې ټول افراد بشپړه ازادي لري.
نوموړي په هیواد کې ښوونه او روزنه تر ټولو مهمه موضوع وبلله وې ویل، د اسلامي امارت مسوولین د ښوونې او روزنې مسئلې ته ځانګړې پاملرنه کوي.