شنبه, جنوري 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اهل تشیع له یو شمېر کادرونو او استادانو سره ولیدل

دیدار معاون سیاسی ریاست الوزراء با شماری از کادرها و استادان اهل تشیع
0
SHARES
13
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع ټولنې اړوند د پوهنتون له یو شمېر استادانو او کادرونو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د یادو استادانو او کادرونو په استازولۍ نصرالله مصباح شهرستاني په خپلو خبرو کې وویل، خوښ دي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره د قدرت جزیرې ختمې شوې، تبعیض له منځه تللی او عدالت رامنځته شو.

ده زیاته کړه، سره لدې چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د اهل تشيع په شمول ټولو اقوامو ته ځای ورکړی، خو غوښتنه یې وکړه، چې د اهل تشیع له کادرونو څخه دې په دولتي جوړښتونو کې نوره استفاده  هم وشي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د اهل تشيع کادرونه او قومونه له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د پوهنتون له یادو استادانو څخه په مننې وویل، اسلامي امارت د افغانستان د ټولو ورونو قومونو اړوند دی چې له هر ډول تبعیض او تعصب پرته يې خدمت کوي.

محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، اسلامي امارت کې د هر قوم ، سیمې او ولایت خلک شته چې د وړتیا په نظر کې نیولو سره له تبعیض پرته ټولو کادرونو ته د خدمت زمینه برابروي.

د‌ رياست الوزراء سياسي مرستيال زیاته کړه، په دې برخه کې به اړوند ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

Previous Post

بلخ کې د شل میلیون افغانیو په لګښت یو کانال جوړ شو

Next Post

د رياست الوزرا اداري مرستيال د يوه پلاوي په مشرۍ د کابل ښاروالۍ فعاليتونه وارزول

Next Post
معاون اداری ریاست الوزراء در رأس هیئتی فعالیت‌های شاروالی کابل را مورد ارزیابی قرار داد 

د رياست الوزرا اداري مرستيال د يوه پلاوي په مشرۍ د کابل ښاروالۍ فعاليتونه وارزول

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.