سه شنبه, جنوري 31, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

آمو سیند د افغانستان ۲۵ کیلومتره خاوره لاندې کړې

Amu River Erodes Kilometers of Afghan Land in Some Sections
0
SHARES
49
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د اسلامي امارت یوه پلاوي د آمو سیند د ویجاړیو له څېړلو وروسته یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې، چې دغه سیند  د افغانستان ۲۵ کیلومتره خاوره لاندې کړې او د سرحدي سیمو اوسیدونکیو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د آمو سیند له کلونو راپدیخوا د افغانستان خاوره وړي او ډېرې یې ځمکې پر سیند ور ګډې کړې دي. اسلامي امارت په دې وروستیو کې د هېواد شمال ته د ګڼو وزارتونو د استازیو په ګډون یو پلاوی لېږلی، چې موضوع وڅېړي او خپل وړاندیزونه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

اوس دغه پلاوی وايي؛ د دوی څېړنې ښيي، چې آمو سیند د افغانستان ۲۵ کیلومتره خاوره لاندې کړې او که د سیند غاړې پخې نشي د نورو ویجاړيو وېره هم شته.

د کرنې او مالدارۍ وزیر عطاء الله عمري وایي: په ځینو ځایونو کې ۱۵ کیلومتره او ان ۲۵ کیلومتره افغان خاوره هغه لوري ته تللې ده.

د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مجیب الرحمن ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت د کابینې له خوا دوه میلیارد افغانۍ د زیان د سملاسي مخنیوي له پاره ځانګړې شوي دي.

دغه راز  د قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال محمد اسماعیل ویلي؛ زیانمن شویو خلکو ته به د ژوند د ښه کولو زمینه برابره شي او صفري ټکي به وټاکل شي.

هر کال د دې سیند پر غاړیو د پرتو ولسوالیو اوسیدونکیو ته د اوبو له کبله ډېر زیانونه اوړي. د سیمې خلکو په ډاګه کړې، چې په تېرو شل کلونو کې یې پخوانیو حکومتونو غږ وانورید او له همدې کبله یې ډېر مالي زیانونو ولیدل.

Previous Post

ننګرهار کې سږ کال ٥١٦ ټنه ممپلي توليد شوي

Next Post

د پاکستان له زندانونو آزاد شوي ۵۲۴ افغانان هېواد ته راستانه شول

Next Post
524 Afghans Freed from Pakistani Prisons Return to Afghanistan

د پاکستان له زندانونو آزاد شوي ۵۲۴ افغانان هېواد ته راستانه شول

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.