شنبه, جنوري 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د سوداګرۍ وزارت سرپرست: صنعت کاران باید د خپلو تولیداتو کیفیت ښه کړي

د سوداګرۍ وزارت سرپرست: صنعت کاران باید د خپلو تولیداتو کیفیت ښه کړي
0
SHARES
25
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د سکټوري خونو له استازو سره د همغږۍ په ناسته کې د داخلي تولیداتو د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ او وې ویل، د بې‌کیفیته محصولاتو تولیدوونکي به د حکومت ملاتړ له لاسه ورکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي له داخلي تولیداتو د ملاتړ څرنګوالي په اړه د سکټوري خونو له استازو سره د همغږۍ ناسته، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر زیاته کړې چې له داخلي تولیداتو نه د استفادې فرهنګ دودولو په موخه ټولو رسنیو، د جوماتونو امامانو، د ښوونځيو او پوهنتونونو استادانو ته خبر ورکول کېږي څو د هېواد د ځان‌بساینې په خاطر له داخلي تولیداتو څخه د استفادې فرهنګ دودولو پیغام خلکو ته ورسوي.

په دې ناسته کې د صنایعو او کانونو خونې رییس شیرباز کمین‌زاده وویل، د کورنیو صنایعو پیاوړتیا د هېواد د سوداګرۍ د پیاوړتیا په معنا ده، هغه څه چې صنعتګر تولیدوي د سوداګرو د استفادې وړ ګرځي او دا چاره په هېواد کې دننه د پانګې د څرخېدو لامل کېږي.

په دې ناسته کې د فولادو یوې فابریکې مسوول عصمت وردګ وویل، په تېرو کلونو کې تر ۶۰۰ میلیون ډالرو پورې له بهرنیو هېوادونو اوسپنه پېرله، اوس حتا یو سنټ هم بهر ته نه دی تللی. هغه دغه لاسته‌راوړنه  د اسلامي امارت عملي وړتیا وښودله ویې یل، دغه وړتیا مخکې نه وه.

همداراز په یاده ناسته کې یوه سوداګر شفیق سکندري د منځنۍ اسیا بازارونو یادونه وکړه ویې ویل،  اوسمهال د افغانستان محصولات او تولیدات لکه د بهیر کاغذ د منځنۍ اسیا په بازارونو کې له ښه اعتباره برخمن دي.

ګډونوالو د ناستې په پای کې ژمنه وکړه چې د خپلو تولیداتو په کیفیت لوړولو سره به د افغانستان د خلکو او بهرنیو بازارونو پام را واړوي.

Previous Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د برمل ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علمای کرامو سره ولیدل

Next Post

په پکتیا ولایت کې د خوراکي توکو ویش

Next Post
توزیع مواد غذایی در مربوطات ولایت پکتیا

په پکتیا ولایت کې د خوراکي توکو ویش

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.