سه شنبه, جنوري 31, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د مصر، سو‌‌‌‌‌‌ډان، لیبیا او فلسطین هیوادونو د علماو پلاوي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د مصر، سو‌‌‌‌‌‌ډان، لیبیا او فلسطین هیوادونو د علماو پلاوي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
0
SHARES
14
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال  محترم مولوي عبدالسلام حنفي د مصر، سو‌‌‌‌‌‌ډان، لیبیا او فلسطین هیوادونو یو شمېر علماو سره وکتل.

په دې کتنه کې لومړی الشیخ دکتور محمد صغیر، دوکتور عبدالحی یوسف، الشیخ سامی الساعدی، الشیخ دکتور محمد عبدالکریم ، الشیخ ماهر سالم او الشیخ دکتور نواب التکروری خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د اسلامي نظام پر دوباره ټينګښت خوښي وښوده.

یاد پلاوي د اشغالګرو پر وړاندې د افغان ملت د مبارزې قدرداني وکړه او اسلامي نظام یې د زرګونه شهیدانو د وینو او د افغانانو د بې شمېره قربانیو ثمره وبلله.

علماو د امیرالمومنین شیخ هبت الله اخندزاده حفظه الله له لوري اعلان شوې عمومي بښنه وستایله او وې ویل، عمومي عفوه په افغانستان کې د زرګونه کسانو د ژوند د ژغورنې  او په ټوله دنیا کې د مسلمان امت د خوشالۍ لامل شوه.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي یادو علماو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، افغان ملت له بې شمېره سرښندنو وروسته وتوانېده چې خپل هیواد ازاد کړي او د اسلامي نظام خاوندان شي.

محترم حنفي زیاته کړه، کلونه وروسته افغانستان د داسې واحد حکومت لرونکی شو چې وې کولی شو د امنیت د تامین، فساد او نشه یي توکو سره د مبارزې، د مجاهدینو او هغو کسانو چې د مجاهدینو پر وړاندې جنګېدلي وو د یتیمانو او  کون‌‌‌‌‌‌ډو د کفالت او همدارنګه د روږدو کسانو د راټولولو په برخه کې یو بریالی میکانیزم تطبیق کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، خوښ یم چې اسلامي امارت د بېلابېلو هیوادونو د لویو علماو کوربه دی او هیله یې څرګنده کړه چې د اسلامي امارت او د نورو اسلامي هیوادونو د لویو علماو ترمنځ دایمي اړیکې ټينګې شي او علما نورو ته حقایق ورسوي.

Previous Post

د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۴ ماشومان د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونونوته ور وپېژندل شول

Next Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د برمل ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علمای کرامو سره ولیدل

Next Post
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د برمل ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علمای کرامو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د برمل ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علمای کرامو سره ولیدل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.