سه شنبه, جنوري 31, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د کابل د ناحیو وکیلانوسره وکتل

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د کابل د ناحیو وکیلانوسره وکتل
0
SHARES
3
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د کابل ښار د ناحیو د ګذر له یو شمېر وکیلانو سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې چې د ریاست الوزراء د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس مولوي ګلزار احمد حقاني هم حضور درلود، د کابل ښار د ناحیو وکیلانو د اسلامي امارت په راتګ او د سراسري امنیت په تامین خوښي وښوده او له اسلامي امارت څخه یې خپل کلک ملاتړ اعلان کړ.

یادو وکیلانو د څښاک او تر ځمکې لاندې اوبو، د عامه پوهاوي پروګرامونو، د روغتونونو او کلینیکونو د تجهیزاتو او خدماتو، د هدیرې ځمکو د کمبود، د کابل ښاروالۍ د بودجې د زیاتوالي، د ښار د مارکیټونو د سمون، د ملي بس سیستم فعالولو، د معیاري مسلخونو جوړولو، د شغلونو د ایجاد، د ناحیو د جوماتونو د ملاامامانو د عزل او ګومارنې د منظمې برنامې جوړولو، معتادینوته د حرفوي زده کړو، د مرستو د منظم وېش لپاره د اضطراري کمېټې جوړولو،  د ریکشو د فعالیت لپاره د منظمې برنامې،  د قبالو د وېش پیلولو او د روغتیایي کمپلکس جوړولو ته د خصوصي سکتور د هڅونې په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع یادو وکیلانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، دغه نظام د خلکو په همکارۍ او قربانیو لاسته راغلی، په سر او مال به یې ساتنه کوو او خپل اصلاحي پروګرامونه به عملي کوو.

نوموړي وویل، د یوې برخې یا څانګې ستونزه باید په ټول نظام کې د ستونزې د موجودیت تعبیر نشي. د عامه اذهانو په سمون  او تنویرکې به په ګډه همکاري سره کوو. هغه زیاته کړه، په لږو امکاناتو د کابل ښاروالۍ د ډېر کارونو د ترسره کولو قدرداني کوو.

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د کابل ښار د ناحیو د ګذرونو وکیلانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه به د اسلامي امارت له مسوولینو سره شریک کړي او د اړوندو مسوولینو له لوري به ورته پر وخت رسیدګي وشي.

Previous Post

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس د اروزګان ولایت د علماوو شوری هم جوړه شوه

Next Post

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او مسوولینو سره په کتنه کې د هغه وزارت اړوند مسایل وارزول

Next Post
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او مسوولینو سره په کتنه کې د هغه وزارت اړوند مسایل وارزول

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او مسوولینو سره په کتنه کې د هغه وزارت اړوند مسایل وارزول

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.