د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د کابل ښار د ناحیو د ګذر له یو شمېر وکیلانو سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې چې د ریاست الوزراء د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس مولوي ګلزار احمد حقاني هم حضور درلود، د کابل ښار د ناحیو وکیلانو د اسلامي امارت په راتګ او د سراسري امنیت په تامین خوښي وښوده او له اسلامي امارت څخه یې خپل کلک ملاتړ اعلان کړ.
یادو وکیلانو د څښاک او تر ځمکې لاندې اوبو، د عامه پوهاوي پروګرامونو، د روغتونونو او کلینیکونو د تجهیزاتو او خدماتو، د هدیرې ځمکو د کمبود، د کابل ښاروالۍ د بودجې د زیاتوالي، د ښار د مارکیټونو د سمون، د ملي بس سیستم فعالولو، د معیاري مسلخونو جوړولو، د شغلونو د ایجاد، د ناحیو د جوماتونو د ملاامامانو د عزل او ګومارنې د منظمې برنامې جوړولو، معتادینوته د حرفوي زده کړو، د مرستو د منظم وېش لپاره د اضطراري کمېټې جوړولو، د ریکشو د فعالیت لپاره د منظمې برنامې، د قبالو د وېش پیلولو او د روغتیایي کمپلکس جوړولو ته د خصوصي سکتور د هڅونې په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع یادو وکیلانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، دغه نظام د خلکو په همکارۍ او قربانیو لاسته راغلی، په سر او مال به یې ساتنه کوو او خپل اصلاحي پروګرامونه به عملي کوو.
نوموړي وویل، د یوې برخې یا څانګې ستونزه باید په ټول نظام کې د ستونزې د موجودیت تعبیر نشي. د عامه اذهانو په سمون او تنویرکې به په ګډه همکاري سره کوو. هغه زیاته کړه، په لږو امکاناتو د کابل ښاروالۍ د ډېر کارونو د ترسره کولو قدرداني کوو.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د کابل ښار د ناحیو د ګذرونو وکیلانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه به د اسلامي امارت له مسوولینو سره شریک کړي او د اړوندو مسوولینو له لوري به ورته پر وخت رسیدګي وشي.