د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د معاشاتو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ مسودې د طرحې، د خوندي یا محافظت شویو ساحو د لېږد طرحو او واحدې مرجع ته د هغو د عوایدو د لېږد او د ښکار په اړه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د حقوقي او مسلکي مسوولیتونو او صلاحیت د طرحو په څېر موضوعات د اطلاعاتو او فرهنګ او کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ د مسلکي کارپوهانو او باصلاحیته استازو له لورې هر اړخیزه وازول شوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
په ذکر شویو موضوعاتو سربېره د ۱۴۰۲ هجري شمسي مالي کال د بودیجوي او غیربودیجوي واحدونو د تشیکلاتو ارزونې په موخه دوه جلا فرعي کمېټې د وزارتخانو او بودیجوي او غیربودیجوي ادارو د تشکیلاتو د ارزونې په موخه جوړې شوې. یادو کمېټو ته دنده ورکړل شوه چې د تشکیلاتو د سقف، وظیفوي تداخل، غیر ضروري بستونو، د مسلکي، تخنیکي او حمایوي بستونو او امارتي ارګانونو مالي او انکشافي پلانونه وارزوي او د تصمیم ګېرۍ په موخه دې د معاشاتو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون ته وړاندې کړي.