شنبه, جنوري 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

میرویس اشرف: د کرکټ نړیوالې شورا له افغانستان کرکټ څخه ملاتړ کوي

میرویس اشرف: د کرکټ نړیوالې شورا له افغانستان کرکټ څخه ملاتړ کوي
0
SHARES
2
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

له هغه وروسته چې د اسټرالیا کرکټ بورډ له افغانستان سره خپلې پلان شوې درې لوبې لغوه کړې، د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف وايي چې متحدو عربو اماراتو ته تللی او هلته د کرکټ نړیوالې شورا مشرتابه ډاډ ورکړی چې افغان کرکټ سره هره برخه کې ولاړ دي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف پر خپلې فېسبوک پاڼه ليکلي: له تېرې یوې اونۍ راهیسې په متحده عربي اماراتو کې یم، په یاده موده کې مې د کرکټ نړیوالې شورا د مشرتابه او استازو سربېره د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې د یو شمېر هېوادونو د کرکټ بورډونو له مشرانو سره له نږدې لیده کاته وکړل، او له ځینو سره مې هم د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې.

د هغه په وینا، دغه راز يې په یادو ناستو کې د کرکټ بورډونو له مشرانو سره د سیالیو په ترسراوي خبرې وکړې چې ډېر مثبتې پایلې یې درلودې چې په دې اړه به هم هېوادوالو ته نوي زېري ولري. دوی پوره ډاډ ورکړی چې له موږ سره په هره برخه کې ولاړ دي او د افغانانو کرکټ ورته ډېر اهمیت لري.

د ده په خبره، افغان کرکټ بورډ تل له ټولو بورډونو سره خپلواکې او غوره اړیکې ساتلې دي او دغه راز نور بورډونه هم له افغان کرکټ سره ډېرې ټینګې اړیکې لري او همېشه یې د افغان لوبغاړو او ادارې قدردانی او ستاینه کړې ده.

Previous Post

په کابل کې د ترکیې سفیر له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

Next Post

جاپان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ۱.۳ میلیون ډالر مرسته کوي

Next Post
جاپان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ۱.۳ میلیون ډالر مرسته کوي

جاپان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ۱.۳ میلیون ډالر مرسته کوي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.