چهارشنبه, فبروري 1, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د رياست الوزرا اداري مرستيال د ای ار سي مؤسسې بين المللي چارو مرستيالې سره وکتل

د رياست الوزرا اداري مرستيال د ای ار سي مؤسسې بين المللي چارو مرستيالې سره وکتل
0
SHARES
9
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ای ار سي مؤسسې بين المللي چارو مرستیالې مېرمن مډلن سره وکتل.

په دې کتنه کې په پيل کې مېرمن مډلن خبرې وکړې وې ويل: ای ار سي موسسه له کلونو راهيسې د افغانستان په ګډون ډېرو هيوادونو کې د بشري مرستو په برخه کې فعاليت کوي.

د ای ار سي مؤسسې د بين المللي چارو مرستيالې زياته کړه، دې مؤسسې د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ له تحول وروسته د افغانانو اړتياوو ته په پام دغه هيواد پرېنښود او خپلو مرستو ته يې دوام ورکړ او د اسلامي امارت مسوولينو څخه يې وغوښتل له دې مؤسسې سره همکاري وکړي چې په مختلفو برخو کې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

مېرمن مډلن وويل، دا مهال په دې مؤسسه کې د ښځو او نارينه وو په ګډون ۸۷۰۰ کسان په کار بوخت دي. په داسې شرایطو کې چې خلک همکاريو ته اړتيا لري، اړمنو ته د مرستو دوام اړين دی او موږ په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د همکاريو غوښتونکي يوو.

په مقابل کې، د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ای ار سي مؤسسې د بشري فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ د دې مؤسسې د فعاليتونو دوام مهم وباله وې ويل، افغانان له نږدې نيمې پېړۍ جګړې او ناامنۍ او سږ کال ساړه ژمي وروسته، لا زياتو بشري مرستو ته اړتيا لري.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، بايد د سياسي چارو او بشري مسايلو ترمنځ تفکيک وشي او بشري مرستې بايد په سياسي مسايلو پورې مشروطې نشي.

مولوي عبدالسلام حنفي په نشه يي توکو د روږدو کسانو موجوديت د نورو ترڅنګ د ټولنې يوه عمده ستونزه وبلله او ورته رسيدګي يې د اسلامي امارت دنده وبلله او له ای ار سي مؤسسې څخه يې وغوښتل ترڅو د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

محترم مولوي حنفي د خپلو خبرو پای کې وويل، ځينې مسايل بايد د تفاهم له لارې حل شي.

Previous Post

جاپان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ۱.۳ میلیون ډالر مرسته کوي

Next Post

د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د محترم کريم اغا خان استازي سره وکتل

Next Post
د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د محترم کريم اغا خان استازي سره وکتل

د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د محترم کريم اغا خان استازي سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.