سه شنبه, جنوري 31, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د محترم کريم اغا خان استازي سره وکتل

د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د محترم کريم اغا خان استازي سره وکتل
0
SHARES
11
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د محترم کريم اغا خان استازي اکبر علي پسناني سره وکتل.

په دې کتنه کې، لومړی محترم پسناني د وروستۍ پېښې له امله غمشريکي وکړه او په افغانستان کې يې د اغا خان بنسټ له فعاليتونو د اسلامي امارت مسوولينو د ملاتړ ستاينه وکړه.

نوموړي په دې بيانولو سره چې اغا خان بنسټ په افغانستان کې خپلو برنامو ته دوام ورکوي وويل، هغوی د اسلامي امارت قوانینو ته ژمن و او دي.

په افغانستان کې د اغا خان استازي زياته کړه، هغوی د تېرو کلونو په څېر هڅه کوي افغانانو ته کاري فرصتونه برابر او د روغتيا، انرژۍ او بشري چارو په برخو کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کريم اغا خان استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان په روغتيايي او بشري برخو کې د ياد بنسټ فعاليتونه او چارې وستايلې.

د رياست الوزرا اداري مرستيال وويل: په تېرو شلو کلونو کې د جګړو د دوام، نشه يي توکو او بنسټيزو چارو ته د پاملرنې نشتوالي له وجې يو شمېر کسان په نشه يي توکو روږدي او له بېوزلۍ او بېکارۍ سره مخ شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه، په دې برخو کې له افغانانو سره د لا زياتو روغتيايي او بشري مرستو غوښتونکي يوو او اسلامي امارت له بېوزلو او اړمنو سره د همکاريو ملاتړ کوي.

Previous Post

د رياست الوزرا اداري مرستيال د ای ار سي مؤسسې بين المللي چارو مرستيالې سره وکتل

Next Post

د شاه او عروس بند د پروژې پاتې کارونه به د راتلونکي کال تر پسرلي پای ته ورسیږي

Next Post
وزارت آب و برق: کار بند شاه و عروس تا بهار سال آینده تکمیل می شود

د شاه او عروس بند د پروژې پاتې کارونه به د راتلونکي کال تر پسرلي پای ته ورسیږي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.