چهارشنبه, فبروري 1, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس دغالۍ پلورونکو اتحادیې استازو سره وکتل

دیدار رئیس عمومی دفتر مقام عالی ریاست الوزراء با نمایندگان اتحادیۀ قالین فروشان
0
SHARES
3
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د غالۍ پلورونکواتحادیې له استازو سره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې د یادې اتحادیې استازو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل شول چې د ارګ دروازې د ټول ملت په مخ خلاصې دي او څه چې زموږ په وس وي، ستاسو ستونزو ته له رسیدګي او د ولس له خدمت څخه به یې درېغ نه کړو. 

ورپسې د افغانستان د غالۍ پلورونکو اتحادیې لومړي مرستیال الحاج نوراحمد نوري، دویم مرستیال حاجي قربانعلي جمشید زاده او الحاج فریداحمد کریم زاده د غالیو صنعت د ارزښت او په کور دننه بې وزله خلکو ته د شغلونو د ایجاد په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال په کابل کې د انسان تښتونکو له منګولو څخه د دوی د همکار د ژغورنې له امله د اسلامي امارت له رهبري او امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه.

دوی همدارنګه په کابل، کندز، ننګرهار او کابل کې د غالیو اوبدونکو د ښارګوټو د ځمکو د وېش، د خامو موادو واردولو د ګمرکي معافیت، د بین المللي نندارتونو، بازارموندنې، صادرولو، د متعددو جوازونو د صدور، تخنیکي  کارکوونکو ته د سرپناه او نورو لازمو اسانتیاوو او امکاناتو د برابرولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د افغانستان د غالۍ پلورونکو اتحادې استازو سره په کتنه خوښي وښوده او وې ویل، موږ خوشالېږو چې ستاسو ستونزې د حل په موخه له مشرانو او مسوولینو سره شریکې کړو. هغه زیاته کړه، موږ ویاړو چې په بهر کې د هیوادونو دولتي مقاماتو او پاچاهانو په کچه د افغانستان غالۍ په ډالیو کې ورکوي.

نوموړي وویل، اوس په هیواد کې امنیت راغلی او امنیتي کسان د امنیت د لاښه والي کوښښونه کوي. له دې سره به زراعت، سوداګري او صنعت وده وکړي. افغان تاجران او پانګوال دې په پردیو هیوادونو کې د ډېرې ګټې پرځای په خپل هیواد کې لږ ګټې ته ارزښت ورکړي او له دې سره به هیواد په پښو ودرېږي.

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته په خطاب کې وویل، دا چې تاسو د غالۍ اوبدلو له لارې خلکو ته د شغل او کار زمینه برابره کړې دا لوی کار دی او ستاسو ستونزې به اړوندو ادارو او مسوولینو ته د حل په موخه ولېږو، ځکه زموږ او تاسو د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې هیواد په پښو درېدلی شي.

Previous Post

پر ۲۹۴۱‍ مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو ويش لړۍ پيل شو

Next Post

د څښاک اوبو ستونزو د حل لپاره د ستراتیژي برابرولو او پاکو اوبو ته د کابل ښار د خلکو د لاسرسي په اړه غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوه

Next Post
جلسه روی ترتیب استراتیژی برای رفع مشکلات آب نوشیدنی و دسترسی مردم شهر کابل به آب آشامیدنی پاک، برگزار شد

د څښاک اوبو ستونزو د حل لپاره د ستراتیژي برابرولو او پاکو اوبو ته د کابل ښار د خلکو د لاسرسي په اړه غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.