شنبه, جنوري 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ټاپي او نورو ملي پروژو د امنیتي چارو د ډاډ په اړه د اقتصادي معاونیت اعلامیه

Statement of the Deputy PM for Economic Affairs Office Regarding TAPI and other National Projects
0
SHARES
24
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

ټاپي پروژه چې د سیمې په کچه یوه مهمه اقتصادي پروژه ده او د پیل ابتکار یې هم د ا.ا.ا د لومړۍ واکمنۍ پر مهال شوی، خو تکمیل یې پر افغانستان باندې د امریکايي اشغال له امله تر اوسه ځنډېدلی دی.

د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو سره په هېواد کې بشپړ امنیت تأمین شوی او د دې پروژې د پلي‌کېدو لپاره تر بل هر وخت اوس ښه فرصت برابر شوی، چې ا.ا په دې اړه کوټلي ګامونه اخیستي دي.

د ا.ا.ا په هېواد کې  د ملي پروژو امنیت ته خورا توجه کوي او په هېواد کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل‌کېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري او یادې پروژې ته د هېواد د اقتصادي زېربنا د یوه مهم عنصر په توګه ګوري، چې د عملي چارو پیل یې د افغانانو لپاره یو ښه زېری بولي. څو ورځي وړاندې هم کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست مسؤلینو د ترکمنستان له استازو سره د ټاپي پروژې د امنیت په موخه ناسته درلوده او دوی ته یې د ټاپي پروژې د بشپړ امنيت ټينګولو ډاډ ورکړی دی.

که اړتیا ولیدل شي، اسلامي امارت چمتو دی چې د یادې پروژې د امنیتي چارو ساتلو لپاره یو ځانګړی ځواک تشکیل کړي. د افغانستان اسلامي امارت د هېواد بیارغونه او د اقتصادي زیربناوو احیاء کول د ځان مسؤلیت ګڼي او باور لري چې د سیمې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ښېرازي د سیمې ټولو هېوادونو شریک مسؤلیت دی او باید په ګډه اقدامات وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره پر متقابلو ګټو او همکاریو ولاړو اړیکو غوښتونکی دی او د اقتصادي همکاریو په مجال کې ټولو ته د امنیت د ټینګښت په اړه خپله ژمنتیا څرګندوي.

Previous Post

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

Next Post

هلمند کې د پنبې د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوه

Next Post
Helmand: New Cotton Processing Factory Inaugurated

هلمند کې د پنبې د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.