سه شنبه, جنوري 31, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د خوراکي توکو د مرستې وېش پیل شو

د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د خوراکي توکو د مرستې وېش پیل شو
0
SHARES
9
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ۴۷۴۰۰ کورنیو ته د اسلامي همکاریو د سازمان په همغږۍ او د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي توکو د مرستې ویش پیل شو.

د یادې مرستې له ویش وړاندې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې د اسلامي همکاریو د سازمان د همغږۍ او ملک سلمان خیریه بنسټ مننه وکړه، چې د تېر کال په دوام یې یوځل بیا د افغانستان بېوزلو وګړو ته مرسته راولېږله.

نوموړي وویل، چې د افغاني سرې میاشتې په خدماتو کې قوم، ژبه، توکم او سیمه کوم ځای نه لري او هر اړمن یې له مرستو برخمن کیدای شي.

نوموړي وویل، چې په نېږدې شپو کې به د څو نورو هېوادونو مرستې هم افغاني سرې میاشتې ته راورسېږي، چې افغاني سره میاشت به یې په پوره شفافیت اړمنو ته وویشي.

ورپسې افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان استازي دوکتور محمد سعید العیاش په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د اسلامي همکاریو د سازمان له لوري په همغږو شویو مرستو کې د کورنیو د اړتیا وړ خوراکي توکي شتون لري، چې د یوې کورنۍ اړتیا پوره کولی شي. نوموړي وویل، چې یاده پیل شوې مرسته به ۲۸۴۰۰۰ وګړو ته ورسېږي. د نوموړي پر وینا یاده ۲۹۳۸ ټنه مرسته د افغانستان په بازارونو کې اخیستل شوې، چې هرې کورنۍ ته به ۶۲ کیلو خوراکي توکي ورکول شي، چې په کې ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو وریژې او ۲ کیلو خرما شامل دي.

Previous Post

په هلمند ولایت کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د ترمیم چارې بشپړې شوې

Next Post

په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post
په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.