شنبه, جنوري 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د بادغیس ولایت د آبکمري له ولسوال سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د بادغیس ولایت د آبکمري له ولسوال سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
0
SHARES
3
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ له ولسوال مولوي محمد صالح پردل او مولوي غلام سخي ازاد سره وکتل.

د دې کتنې په پیل کې د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوال مولوي محمد صالح پردل د دې ولسولۍ د اقتصادي، اجتماعي، امنیتي او حکومتولۍ د وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.

نوموړي د دې په بیانولو سره چې سیمه ییز مسوولین هڅه کوي ترڅو د ملت او اسلامي امارت ترمنځ د همدلۍ فضا ایجاد شي وویل، د لوی خدای په فضل اوسمهال د بادغیس په ځانګړي ډول د آبکمري ولسوالۍ اوسیدونکي په دې ولایت کې د حکومتولۍ له ډول او حاکم امنیت څخه راضي دي.

وروسته مولوي غلام سخي آزاد په خپلو خبرو کې وویل، د بادغیس ولایت خلکو او مجاهدینو د اشغال د ختمولو او اسلامي نظام د استقرار په موخه بې شمېره قربانۍ ورکړي او تل د اسلامي حکومت ملاتړ کوي.

نوموړي د خلکو د اقتصاد ستونزو او بادغیس د حلقوي سړک په اړه خپلې غوښتنې مطرح او دې برخې ته د اسلامي امارت د مسوولینو د پاملرنې غوښتونکی شو.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان د مجاهد ملت په ځانګړي ډول د بادغیس ولایت د خلکو د قربانیو او سرښندنو قدرداني وکړه او دا یې د اسلام په تاریخ کې بې ساري وبلل.

همداراز د ریاست الوزراء اداري مرستیال دېته په اشارې چې خلکو او مجاهدینو د وطن او نظام پر وړاندې خپل مسوولیتونه ادا کړي او اوس د مسوولینو دنده ده چې د ملت او مجاهدینو پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي وویل، اسلامي امارت د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د مجاهدینو ستونزو ته رسیدګي له خپلو تعهدانو ګڼي او د هغو د حل په برخه کې به اقدام وکړي.

Previous Post

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس له تاجرانوسره وکتل

Next Post

د کابینې ۲۰مه غونډه؛ د امو سيند د تخريباتو د مخنيوي لنډمهال او اوږدمهال پلانونه جوړ او تطبيقيږي

Next Post
دیدار رئیس عمومی دفتر ریاست الوزرا با رئیس و اعضای اتاق تجارت و صنایع زنان افغانستان

د کابینې ۲۰مه غونډه؛ د امو سيند د تخريباتو د مخنيوي لنډمهال او اوږدمهال پلانونه جوړ او تطبيقيږي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.