شنبه, جنوري 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس له تاجرانوسره وکتل

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس له تاجرانوسره وکتل
0
SHARES
10
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د هیواد له یو شمېر تاجرانوسره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې حاجي عبدالرزاق، حاجي عبدالله محمدي، حاجي میرویس او محمدنبي افغان په دغه کتنه خوښي وښوده او د ښاروالۍ، مالیو، ټرانسپورټ او کرایو په برخو کې د خپلو ستونزو او وړاندیزونو د شریکولو پرمهال یې وویل، د خدماتو او فعالیتونو د لاښه والي او د دولتي عوایدو د زیاتوالي په موخه دې د تاجرانو امنیت او د ستونزو حل ته لازیاته پاملرنه وشي.

دوی وویل، د اسلامي امارت قوانینو او مقرراتو ته پابند دي، مګر د سوداګرۍ او ټرانسپورټ په برخو کې د کړنلارو او لایحو جوړولو پرمهال دې د دوی سلاوو، غوښتنو او وړاندیزونو ته پام وشي. 

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع یادو تاجرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، موږ ستاسو په سلا مشورو او د ستونزو په حل خوشالېږو. په تېرو شلو کالو کې فساد، غلا، رشوت او ناامني اوج ته رسېدلي وو، مګر الحمدلله د اسلامي امارت له راتګ سره دا هرڅه راکم او یا له منځه تللي دي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت چې د ملت د قربانیو او همکاریو په نتیجه کې رامنځته شوی، باید ټول د دې لوی نعمت شکر ادا کړو. د امارت رهبري او مجاهدین د ټولو افغانانو د سوکالۍ، د امنیت د لا ښه تامین او د  ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوي.

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع یادو تاجرانو ته په خطاب کې وویل، موږ  هر تاجر او پانګوال ته لبیک وایوو او ستاسو له برکته هیوادوالو ته په داخل کې د کار زمینه برابرېږي. د خپل وس او توان سره سم به د وطن د آبادۍ لپاره هڅې نه دریغوو، موږ به د امنیت او تاسو به د اقتصاد په څانګه کې د هلو ځلو پر بنسټ د وطن د ځان بساینې لپاره خپلې هڅې روانې ساتو، ستاسې غوښتنې او ستونزې به له اړوندو مسوولینو سره د حل په موخه شریکې شي.

نوموړي په لږو امکاناتو د ښاروالۍ د ترسره شویو کارونو قدرداني وکړه او وې ویل،  د ښاروالۍ په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه لوړپوړی پلاوی ګمارل شوی. هغه زیاته کړه، د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، ښاروالۍ او نورو برخو کې د جوړېدونکو لایحو او طرزالعملونو د لا ښه والي په موخه د تاجرانو، مسافربري او باربري شرکتونو مسؤلینو او نورو اړوندو اصنافو مشورې او نظریات په پام کې نیول کېږي.

Previous Post

په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post

د بادغیس ولایت د آبکمري له ولسوال سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

Next Post
د بادغیس ولایت د آبکمري له ولسوال سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د بادغیس ولایت د آبکمري له ولسوال سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.