چهارشنبه, فبروري 1, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
0
SHARES
6
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس په مشرۍ پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو یو شمېر مسوولینو هم په کې حضور درلود. ښاغلي ګریفیتس وویل، افغانستان ته زما د سفر موخه په بشر دوستانه فعالیتونو باندې تمرکز دی چې په ښه توګه ادامه ومومي.

په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وویل، له ۲۸ میلیون افغانانو سره د مرستې لپاره په ۲۰۲۳ میلادي کال کې موږ ۴،۶ میلیارد ‌‌‌‌‌‌ډالر غوښتي چې د نړۍ په کچه زموږ لوی فعالیت تشکیلوي. پر دې بنا ښځو او ماشومانو ته د مرستې رسولو لپاره د ښځینه کارمندانو شتون یوه اړتیا ده.

د ریاست الوزرا محترم اداري مرستیال په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانانو سره د ملګرو ملتونو او نورو بین المللي موسسو د مرستو هرکلی وکړ وې ویل، افغانستان په تېرو ۴۳ کلونو کې زیات زیانونه لیدلي،  زیاتې ښځې کون‌‌‌‌‌‌ډې شوي او بې شمېره کورنیو خپل عزیزان له لاسه ورکړي. همدارنګه زیربناوې ورانې شوي او بنیادي تاسیسات دوباره نه دي رغاول شوي.

هغه په ټينګار سره وویل، ‌‌‌‌‌‌ډېره مهمه ده چې له هر ‌‌‌‌‌‌ډول شرایطو لاندې افغانانو سره مرسته وشي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د مثبتو کړنو له هغې جملې د سراسري امنیت د تامین،، عمومي عفوې، د نشه یي توکو د کښت، پروسس او قاچاق د مخنیوي، د داعش د ځپلو، د محاکمو د دقیقو او مستقلانه کړنو، د شهیدانو او معلولینو کورنیو سره د مرستې، د معتادینو د درملنې او د سوالګرو د راټولولو یادونه وکړه.

محترم مولوي حنفي په پای کې په اسلام سپېڅلي دین کې د ښځو د مقام او ارزښت په اړه خبرې وکړې او وې ویل، ښځه په اسلام کې له ځانګړو حقونو او مقام څخه برخمنه ده. هغه زیاته کړه، هیله من یم په دې اړه رامنځته شوي مسایل په تفاهم سره حل شي.

Previous Post

د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د خوراکي توکو د مرستې وېش پیل شو

Next Post

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس له تاجرانوسره وکتل

Next Post
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس له تاجرانوسره وکتل

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس له تاجرانوسره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.