چهارشنبه, فبروري 1, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ترکمنستان هېواد ته له خپل سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شو

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ترکمنستان هېواد ته له خپل سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شو
0
SHARES
12
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلی ملا عبداللطیف منصور او د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئيس ښاغلی الحاج مولوي محمد حنیف حمزه او  ورسره مل پلاوی چې ترکمنستان هېواد ته د برېښنا د قرارداد د غځولو او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه سفر کړی وو، له یاد رسمي سفر وروسته  بېرته کابل ته راستون شو.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر له ترکمنستان سره د برېښنا د تړون تمدید، د 500KV  مزي د پروژې بشپړول، د نورالجهاد سب سټیشن جوړول او د TAP پروژې د پلې کولو په موخه د اړینو همغږیو رامنځته کول د یاد سفر له مهمو موخو څخه یاد کړل.

ښاغلي منصور یادونه وکړه چې په دې سفر کې  له ترکمنستان هېواد سره د ۲۰۲۳ کال لپاره د برېښنا تړون تمدید شو او همدارنګه د یادو پروژو د پلي کولو په هکله د ترکمنستان هېواد له خوا ډاډ را کړل شوی دی.

د یادولو وړ ده، چې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي په بشپړېدو او د نورالجهاد سب سټیشن په جوړېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا اندازه ۱۱۰ میګاواټه نوره هم لوړه شي او همدارنګه د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد مزي د پروژې په پلي کېدو ،، د TAP پروژې او د ۵۰۰ کیلو ولټ لین چې د افغانستان له لارې پاکستان ته تېریږي ، د افغانستان د ډیرو ولایتونو اوسیدونکي  به له برېښنا څخه برخمن شي.

Previous Post

د ترکیې د جامو او خوړو بشري مرسته د تورغنډۍ له لارې هرات ولایت ته را ورسېده

Next Post

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د خوست ولایت د ماسټرپلان د پلي کېدو په اړه غونډه وکړه

Next Post
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د خوست ولایت د ماسټرپلان د پلي کېدو په اړه غونډه وکړه

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د خوست ولایت د ماسټرپلان د پلي کېدو په اړه غونډه وکړه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.