شنبه, جنوري 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارټین ګریفیټس سره په ارګ کې ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارټین ګریفیټس سره په ارګ کې ولیدل
0
SHARES
10
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د دغه لیدنې پر مهال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، واک ته د افغانستان اسلامي امارت په رسېدو سره د نشه‌يي توکو د کښت او اداري فساد پر له منځه وړلو سربېره په ډېری پرمختیايي برخو کې پرمختګونه شوي دي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د یو هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره امنیت ډېر مهم دی چې له نېکه‌مرغه په افغانستان کې اوسمهال سرتاسري امنیت تأمین شوی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، موږ د امنیت د تأمین، عمومي عفوې، اداري فساد ختمولو، پر نشه‌یي توکو د روږدو کسانو درملنې او نورو بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت هڅې ستایو او ملاتړ یې کوو. نوموړي زیاته کړه، د تېرو ۴۰ کلونو په پرتله اوسمهال په افغانستان کې وضعیت ښه شوی او د افغانانو د ښه راتلونکي لپاره امیدونه زیات شوي. د مارټین ګریفیټس په خبره، نړیواله ټولنه د افغانستان د ستونزو  حل په موخه له اسلامي امارت سره تعامل او دوه اړخیزو اړیکو ساتلو ته لېواله ده. اوسمهال د دغه تعامل لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی او ډېری ستونزې حل شوې دي.

په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له بشري مرستو د مننې تر څنګ وویل، اسلامي امارت د خپل هېواد د بهبود په موخه ټولې هغه ستونزې له منځه وړې چې نړیوالې ټولنې یې هم په اړه اندېښنې درلودې، نو اوس د دې وخت دی چې نړیواله ټولنه د پر ځان بسیا او آباد افغانستان لپاره رغنده رول ولوبوي.

Previous Post

له محترم مولوي ګل زرین سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post

ننګرهار کې د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Next Post
ننګرهار کې د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ننګرهار کې د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.