سه شنبه, جنوري 31, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د پوهنې د نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت اعلامیه

د پوهنې د نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت اعلامیه
0
SHARES
20
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

نن د‌ سلواغې څلورمه نېټه د پوهنې نړيواله ورځ ده. د پوهنې وزارت په همدې مناسبت خپل ولس او نړيوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت تعليم او زده کړه حاصلول د هر افغان لپاره اړینه بولي او هڅه کوي چې خپل ولس ته معياري ښوونيز او روزنیز خدمات وړاندې کړي.

اسلامي امارت په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت له ټولو اقتصادي محدوديتونو او ستونزو سره، سره توانیدلی دی، چې په ټول هيواد کې ۱۹ زره ښوونځي، ۱۳ زره ديني مدارس او د سیمه ایزو درسي ټولګیو، چټکو زده کړو او لیک او لوست د زده کړې په زرګونو مراکز فعال وساتي.

دا مهال د یاد وزارت په چوکاټ کې لس ميليونه زده کوونکي چې څه د پاسه دوه نیم میلیونه يې نجونې تشکيلوي، په ارامه فضا كې په زده کړو بوخت دي، چې د دوه نیم لکه ښوونکو له لورې چې ۹۲ زره يې ښځينه دي، ورته تدریس او ښوونه کېږي.

د پوهنې وزارت په نړيواله ټولنه هم غږ کوي، چې له څلوېښت کلن بحران څخه راوتلی افغانستان په ښوونيز ډګر کې یوازې پرېنږدي او ځوان افغان نسل ته د تعليمي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاره واوسي.

افغان ولس هم دنده لري، چې  خپلو بچيانو ته د ښوونې او روزنې د فرصتونو او اسانتیاوو په برابرولو کې له پوهنې وزارت سره ملاتړی واوسي. د هیواد ځوانانو ته سپارښتنه کوو، چې خپل علمي رسالت درک او په خپلو زده کړو کې لا ډیر هڅاند او متوجه واوسي.

Previous Post

د کابینې ۲۰مه غونډه؛ د امو سيند د تخريباتو د مخنيوي لنډمهال او اوږدمهال پلانونه جوړ او تطبيقيږي

Next Post

له محترم مولوي ګل زرین سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post
له محترم مولوي ګل زرین سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

له محترم مولوي ګل زرین سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.