شنبه, جنوري 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

افغانستان کې پر تعامل او ټیکاو د اقتصادي همکاریو سازمان د غونډې ټینګار

ECO Meeting Stressed Need for Engagement with Afghanistan
0
SHARES
12
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ځينو وزیرانو له اوسني حکومت سره پر تعامل او په افغانستان کې پر سوله او ټیکاو ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت مهم وباله او له اسلامي امارت سره یې هم پر تعامل ټينګار وکړ.

نوموړی وايي چې د اوسني حکومت څنډې ته کول د افغانستان د خلکو ستونزې لا زیاتوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي: په دې حساس وخت کې به انزوا ته د افغانستان د لنډ مهالي دولت سوقول د نورو افغانانو ژوند به لاپسې تریخ کړي. تاریخ موږ ته راښودلې چې، خبرې اترې او تعامل یوازینۍ لارې دي چې، مطلوبې پایلې ترلاسه کوو او انزوا به د بې ثباتۍ لامل شي. نړۍواله ټولنه باید افغانستان ته د بشري او اقتصادي مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي د ۴ اعشاریه ۲ مېلیارد ډالرو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي او همداراز د دغه هېواد د بانکي سیستم د احیا لپاره لارې چارې ولټوي.

له بل لوري د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، د دغه وزارت سرپرست د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره د سې شنبې په ورځ د افغانستان د مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.

اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو او همداراز د اقتصادي همکاریو سازمان له غړو هېواونو سره تعامل او ارتباطات مهم ګڼي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: د هغو برخو ستاینه یې کوو چې له افغانستان سره د اړیکو دوام په هکله او له نظام، امنیت او ثباث څخه ملاتړ وي او په هغه کې ګاومونه اخیستل کېږي او یا ویاړ ورکول کېږي، باید یادونه وکړم چې د افغانستان اسلامي امارت د تعامل غوښتونکی دی او د همکارۍ غوښتونکی دی دغه هېوادونه باید له افغانستان سره همکار وي. د اقتصادي همکاریو سازمان یا اېکو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د سې‌شنبې په ورځ په تاشکند کې پیل شوه. په دغه غونډه کې د ایران، پاکستان، ترکیې، اذربایجان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون درلود.

Previous Post

د خوړو او درملو ملي ادارې رئيس او یو شمېر مسوولینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post

د افغانستان ټولو سوداګریزو بانکونو ته ۱۰۰ میلیون نوې افغانۍ ووېشل شوې

Next Post
د افغانستان بانک ۱۰۰ میلیون بانکنوت های جدید را به بانک های تجارتی توزیع نمود

د افغانستان ټولو سوداګریزو بانکونو ته ۱۰۰ میلیون نوې افغانۍ ووېشل شوې

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.