شنبه, جنوري 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د افغانستان ټولو سوداګریزو بانکونو ته ۱۰۰ میلیون نوې افغانۍ ووېشل شوې

د افغانستان بانک ۱۰۰ میلیون بانکنوت های جدید را به بانک های تجارتی توزیع نمود
0
SHARES
10
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان مرکزي بانک وایي، د هېواد ټولو سوداګریزو بانکونو ته یې ۱۰۰ میلیون نوي بانکنوټونه وېشلي چې په بدل کې یې له دغو بانکونو زاړه بانکنوټونه راټول کړي دي.

د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه- چې یوه دنده یې د پولي سیاستونو طرح او د بانکنوټونو چاپ او نشر دی- تل هڅه کړې د معقولو پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره بازار ته نوي بانکنوټونه وړاندې کړي او په مقابل کې یې زاړه بانکنوټونه را ټول کړي.

سرچینې لیکلي، له څه مودې راهیسې خلکو په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو له شتون شکایت درلود، دا دی د افغانستان بانک د امکاناتو په پام کې نیولو سره سوداګريزو بانکونو ته د نوو بانکنوټونو د ورکړې پروسه پیل کړه.

سرچینه زیاتوي، د افغانستان بانک د هېواد له خلکو هیله لري چې د بانکنوټونو د ژر زړېدو څخه د مخنیوي لپاره لازم تدابیر په پام کې ونیسي څو له وخت وړاندې زاړه نه شي او په دې وسیله د دغه ملي پانګې په ساتنه کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

د اقتصادي چارو ځیني شنونکي وايي، هېواد ته د افغانۍ نویو بانک‌‌نوټونو په راوړلو سره به د زړو افغانیو «ناکاره حالت» سم شي او نوي بانک‌نوټونه به د توکو پر بیو او د افغانۍ پر ارزښت ځکه منفي اغېز و نه لري چې د زړو بانکنوټونو په بدل کې بازار ته وړاندې کېږي.

Previous Post

افغانستان کې پر تعامل او ټیکاو د اقتصادي همکاریو سازمان د غونډې ټینګار

Next Post

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

Next Post
جلسه کمیسیون اداری تحت ریاست معاون اداری ریاست الوزراء تدویر یافت

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.