د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټرملا عبدالواسع، د ملي دفاع وزارت استازي مولوي حمدالله منصوری، د ښارجوړونې وزارت استازي محمد صابر شریف، دخوست ښاروال قاري بسمالله بلال، د کار او ټولنیزو چار وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت، د علومو اکاډمۍ استازي مولوي عرفان الله عرفان او نورو فني کارکونکو د خوست ښار د پراختیا او ماسټر پلان د پلي کېدو په اړه غونډه وکړه.
په دغه غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د خوست ښار د پراختیا لپاره د پخواني ماسټر پلان د پلي کېدو او په یاد ښار کې د اوسنۍ ګڼه ګوڼې د راکمېدو په اړه هر اړخیزه بحث او خبرې وشوې د د دفتر لوی رئیس لخوا د خوست ښار د ماسټر پلان د ښه پلي کېدو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.