د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ له یو شمېر علماو او مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی سیدحسین شریفي بلخابي د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د بلخاب ولسوالۍ د خلکو د اقتصادي، ټولنیز، زده کړو او روغتیایي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
محترم بلخابي بې وزلي او وزګارتیا د خلکو له عمده ستونزو څخه وبللې او د اسلامي امارت له مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د یادې ولسوالۍ د خلکو د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بلخاب ولسوالۍ علماو او مشرانو سره په کتنه د خوښي څرګندولو پرمهال وویل، د خلکو ستونزو ته رسیدګي د اسلامي امارت له ژمنو څخه دي او مسوولین به د ټولو هیوادوالو د ستونزو د حل په موخه ډېر کوښښونه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال روغتیا، زده کړو او شغلونو ته لاسرسی د وګړو له حقونو څخه وګڼل او زیاته یې کړه، چې اسلامي نظام به د یادو ستونزو د حل په برخه کې جدي اقدامات وکړي.