چهارشنبه, مارچ 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د امو سیند سواحلو د تحکیم لپاره، ۶ میلیارده افغانیو ته اړتیا ده

برای تحکیم کاری سواحل دریای آمو به ۶ میلیارد افغانی نیاز است
0
SHARES
3
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د امو سیند تخریباتو د څېړنې لپاره ټاکل شوي پلاوي، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د خپلو موندنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې پر بنسټ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست، مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ یو پلاوی چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو، اوبو او انرژۍ او کانونو او پترولېم وزارتونو مرستیالان او د بهرنیو چارو وزارت، پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت او د احصایي او معلوماتو ملي ادارې رییسان او فني انجنیران پکې شامل وو، د امو سیند تخریباتو د څېړنې لپاره، څلور ولایتونو ته سفر وکړ.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست، مولوي عطاءالله عمري وویل: ټاکل شوي پلاوی د خپل سفر په جریان کې د امو سیند مربوطاتو کې د ۱۴ تخریب شویو ساحو لکه د تخار ولایت درقد او دشت قلعه ولسوالیو، د کندز ولایت د امام صاحب او قلعه زال ولسوالیو، د بلخ ولایت د کلدار او شورتیپه ولسوالیو او د جوزجان ولایت له قرقین او خماب ولسوالیو څخه، لیدنه وکړه.

مولوي عطاءالله عمري زیاته کړه: د هغو لیدنو او همغږۍ پایله کې چې د سیمې له مسوولینو او اوسېدونکو سره وشوې، تخریب شوې یا له خطر سره مخ سیمې تثبیت شوې او لومړنیو موندنو پر اساس؛ د هر ولایت په کچه زرګونه جریبه ځمکه، باغونه او د استوګنې لسګونه کورونه او عامه ځایونه؛ د امو سیند اوبو د حجم زیاتېدو له امله تخریب شوي دي. 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست زیاته کړه: د امو سیند تخریباتو بشپړ راپور د اسلامي امارت کابینې ته وړاندې او کابینې لخوا تایید شو او پرېکړه وشوه چې په چټکۍ سره یادې ستونزې ته رسېدنه وشي. نوموړي نا دولتي موسسو او خیریه بنسټونو له همکارۍ مننه وکړه او له هغوی نه یې غوښتنه وکړه چې د امو سیند تخریباتو له امله د تخار، کندز، بلخ او جوزجان ولایتونو له زیانمنو سره بېړنۍ مرستې وکړي. 

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال، انجنیر مجیب الرحمن عمر، دې ته په اشارې چې د امو سیند سواحلو د تحکیم پروژه یوه اوږدمهاله پروژه ده، زیاته کړه: لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه جوړشوي او د امو سیند سواحلو تحکیم لپاره په ټولیز ډول ۶ میلیارډه افغانیو ته اړتیا ده. دغه راز نوموړي له ټولو مرستندویه موسسو او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې د امو سیند سواحلو د تحکیم او د زیانمنو وضعیت ته د رسېدنې برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

د امو سیند ۲۴۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د پامیر له غرونو سرچینه اخلي او د ترکمنستان، تاجیکستان او اوزبیکستان له هېوادونو سره هم سرحد دی.

Previous Post

په تخار ولایت کې د جوی شیخ کانال د ګبیوني تحکیماتو پروژه پرانیستل شوه

Next Post

د اروپایي ټولنې له شارژدافيرې او سرپرستې سره د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس کتنه

Next Post
دیدار رئیس عمومی دفتر مقام ریاست الوزراء با شارژدافیر و سرپرست اتحادیه اروپا

د اروپایي ټولنې له شارژدافيرې او سرپرستې سره د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس کتنه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.