په تخار ولایت کې د جوی شیخ کانال د ګبیوني تحکیماتو پروژه د څلور سوه یو څلویښت زره (۴۴۱۰۰۰) امریکایی ډالرو په ارزښت د اړونده مسئولینو په حضور کې پرانیستل شوه.
د یادولو وړ ده چې یاده پروژه د FAO دفتر په مالي ملاتړ د تالقان سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي انجنیرانو په همکاري سره ترسره کېږي چې ګڼ شمیر هېوادوالو ته پکي د کار زمینه چمتو کېږي.
همدارنګه ددې پروژې په بشپړیدو سره به ۲۳۰۰ جریبه ځمکه خړوبه او سلګونه جریبه ځمکه به د سیلاب له خطر څخه وژغورل شي.