د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالي کې د خادمې کانال او د 21 ورخونو جوړولو پروژې چارې د څوارلس (14) میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوې.
یاد کانال د 1375 مترو په اوږدوالي جوړیږي چې 1320 جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي. په نوموړي پروژه کې ګڼ شمیر سیمه ییزو کارګرانو ته د کار زمینه چمتو کېږي او 630 کورني به ترې استفاده وکړي.