په کندز ولایت کې د خان آباد ولسوالۍ د چپ او راست کانال پروژه د 3.3 میلیونه افغانیو په ارزښت پرانیستل شوه.
د یادولو وړ ده چې یاده پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري تمویلېږي چې چارې به یې د دوو میاشتو په ترڅ کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په یاده پروژه کې ۲۰۰۰ متره مکعب د کانال پاک کاري، ۵۰ کانکریټي پلیټونه، ۴۸۰ متره مکعب PCC کانکریټ او د ۱۵ دروزاو د ترمیم چارې شاملې دي.