چهارشنبه, مارچ 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئيس د زرګرانو اتحادیې استازو سره وکتل

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئيس د زرګرانو اتحادیې استازو سره وکتل
0
SHARES
10
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د زرګرانو اتحادیې استازو سره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې، حاجي سید کریم، حاجي اسدالله خوستي او عبدالمعروف اوریا د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اسلامي امارت په حاکمیت د خوښۍ ترڅنګ يې د زرګرانو د لا ښه امنیت، د مالیو کموالي، د سرو زرو په صادراتو او وارداتو کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د پاسپورټونو او ویزو په اړه یې خپلې ستونزې او وړانديزونه شریک کړل.

د ریاست الوزرا دفتر عمومي رئیس هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، په تېرو شلو کالو کې ټول هیوادوال ځورېدلي او هر کور ستونزې، غم او درد ګاللی دی، مګر لله الحمد د اسلامي امارت حاکمیت سره دا هر څه پایته رسېدلي یا به ورسېږي او نور د دې وخت راغلی چې د ملت زخمونه ټکور شي.

نوموړي زياته کړه، موږ به ستاسو ستونزې اړوندو ادارو او مسوولینو سره شریکې کړو چې د حل په برخه کې یې مرسته او اقدامات وشي. د ښاروالۍ او بېلابېلو ادارو د ستونزو حل په موخه کمېسیون او مختلف پلاوي ټاکل شوي دي.

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د هیواد د ابادي لپاره امنیت او اقتصاد دواړه مهم وبلل زياته يې کړه، د اسلامي امارت مسوولین او مجاهدین شپه او ورځ د امنیت د لا ښه تامین هڅې کوي.

د رياست الوزرا دفتر عمومي رئيس د خپلو خبرو پای کې وويل، د اقتصاد پياوړتيا لپاره د سوداګرو، پانګه والو او ستاسو زرګرانو هلې ځلې او همکاري مهمه ده، ترڅو بهر ته د هیوادوالو د تګ مخه ونیول شي او اسلامي امارت د ولس هوساینې او ګټو ته ارزښت ورکوي.

Previous Post

په خوست ولایت کې د خادمې کانال پروژې چاري پرانیستل شوې

Next Post

ایران په افغانستان کې د پانګونې په لټه کې دی

Next Post
Iran Hoping to Establish Trade Hub in Afghanistan

ایران په افغانستان کې د پانګونې په لټه کې دی

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.