سه شنبه, مارچ 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

بلخ کې د شپږ میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوي مسلخ فعالیت پیل کړ

بلخ کې د شپږ میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوي مسلخ فعالیت پیل کړ
0
SHARES
15
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د شپږ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت معیاري مسلخ جوړ او ګټې اخیستنې وسپارل شو.

یوسفزی زیاتوي، دغه مسلخ پر ۲۵ جریب ځمکه جوړ شوی چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۵۰۰ کوچنیو او ۶۰۰ لویو څارویو حلالولو وړتیا لري.

چارواکي وایي چې په دغه مسلخ کې دا مهال ۳۲۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاوالله عمري د دغه مسلخ پرانیستې په مراسمو کې وویل چې له دې لارې به خلکو ته ډاډمنه صحي غوښه وړاندې کېږي.

د هغه په وینا، په هېواد کې ډېری څاروي په غیرمعیاري ډول حلالېږی چې له امله یې ګڼې ناروغۍ له څارویو انسانانو ته انتقالېږي چې د هېوادوالو د مړینې لامل هم کېدای شي.

د مزارشریف ښاروال مولوي نقیب‌الله طارق وایي، دغه مسلخ په معیاري ډول جوړ شوی دی.

هغه وایي، دغه مسلخ د مزار ښاروالۍ، د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د دغه ولایت د استخباراتو ریاست تر کنټرول او نظارت لاندې فعالیت کوي او له دې وروسته به د بلخ اوسېدونکي له دغه مسلخه د څارویو معیاري او صحي غوښې ترلاسه کوي.

Previous Post

په ۵ میاشتو کې د څه باندې ۶۰۰ د زړه د سوري پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه

Next Post

ننګرهار کې د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Next Post
ننګرهار کې د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ننګرهار کې د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.