چهارشنبه, مارچ 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د اسلامي امارت د یو شمېر قول اردو ګانو له قومندانانو سره وکتل

The Supreme Leader of Islamic Emirate Meets with Ulema Council Members
0
SHARES
68
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د قول اردو ګانو څخه د لیدنو او د اړوندو قومندانانو سره د ملاقاتونو په لړ کې د افغانستان اسلامي امارت د ۲۰۷ الفاروق قول اردو، د ۲۰۳ منصوري قول اردو، د ۲۱۷ عمري قول اردو او ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له قومندانانو او یو شمېر نورو لوړ پوړو مسئولینو سره وکتل.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله  نوموړو مسئولینو ته د صف د بشپړي تصفیې، د سرحداتو د کلکې ساتني، د مجاهدینو د اخلاقي او نظامي روزني او د دوی د ستونزو د حل کولو، د نظام د استحکام او د شرعي احکامو د عملي کولو اړوند لازم هدایات وکړل.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله وویل: دا چې د نړۍ تر پنځوسو ډېرو یرغلګرو هیوادونو په پوره قوت سره د سلګونو زرو قواوو په ملتیا زموږ پر خاوره یرغل وکړ او دلته مېشت شول؛  خو افغانانو دوی ته سر ټیټ نه کړ، په پوره مېړانه یې د دوی مقابله وکړه او ماتي یې ورکړه، نو اوس هم پر موږ باندې د دوی فشارونه کومه ګټه نه ورته کوي، بلکې لا د بې باورۍ سبب ګرځي.

د افغانستان مسلمان ولس اسلامي نظام غواړي او سیکولریزم نه غواړي، که یې غوښتلای نو شل کاله یې په ځان او مال زموږ حمایه نه کوله، که خدای مکړه موږ اوس د شریعت خلاف ګامونه ږدو نو زموږ انجام به هم د تېري فاسدي ادارې په څېر وي او ولس به زموږ خلاف راپورته کیږي، اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه بلکه خادمان یو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو د هیچا څخه ویره نه ده په کار.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله قومندانانو ته دا هم وویل: چې زموږ هیواد ډېرو عام المنفعه کارونو ته اړتیا لري؛ نو موږ په دې هکله تصمیم نیولی چې د قول اردوګانو، ولایتي اداره، فواید عامې، د کلیو د پراختیا او بیارغوني، ښاروالیو او ځینو نورو ریاستونو څخه ګډي کمېټې جوړي کړو چې په ولایتونو کې لوی او کوچني سړکونه، بندونه، پلونه او نور عام المنفعه کارونه ترسره کړي، تاسو به د قول اردو اړوند هغه وسایط چې په عام المنفعه کارونو کې استعمالېدلای شي ټول دغه کمېټو ته د ضرورت په وخت کې په واک کې ورکوئ ترڅو په عاجله او دوامداره توګه ولس ته  سهولیات برابر شي.

په دغه کتنه کې د راغلو مسئولینو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل شول او په اړه لازم هدایات وشول.

Previous Post

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

Next Post

په ۵ میاشتو کې د څه باندې ۶۰۰ د زړه د سوري پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه

Next Post
در ۵ ماه پسین بیش از ۶۰۰ کودک مبتلا به سوراخ قلب درمان شده اند

په ۵ میاشتو کې د څه باندې ۶۰۰ د زړه د سوري پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.